د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن ورځ تورخم سرحدي دروازې ته راغلی وو او دغه دروازه يې ۲۴ - ساعته د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرانېستله.
نوموړي له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د دغه دروازې په ۲۴- ساعته پرانېستې به پاکستان او د منځني اسيا هېوادونه د ګوادر بندر له لارې تجارت کيږي.
عمران خان وايي چې د مرکزي اسيا هېوادونو يو شمېر مشرانو ورڅخه غوښتي وو چې ياده دروازه ۲۴- ساعته پرانېستې واساتي.
د پاکستان لومړي وزير ويلي دي، چې د دغه دروازې پرانېستې په پار يې نن سهار له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټيلفوني خبرې وکړې.
نوموړي دا هم ويلي دي چې له تېرې يوې اوونۍ يې دغه دروازه په ازمايښتي ډول پرانېستې وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ کې يې ۵۰ سلنه زياتوالی راوست.
وروستي