هکېنګ (Hacking) یانې څه؟

هکینګ یو پیچلي کلیمه ده، او د کمپیوټري امنیت په لحاظ خلک له دې کلمي څخه بیلابیل برداشت لري.

مثلا: ځیني خلک دا یو غیر قانوني عمل بولي، څوک ورته د معلوماتو غلا وایې، څوک یې د یو دولت، کمپنۍ او یا یو شخص په شخصي معلوماتو تیری بولي، خو کمپیوټر پوهان دا یو قانوني عمل بولي، ځکه چې هکران د قوي فکر او لوړي پوهي په لرلو سره د کمپیوټري امنیت کمزوري ټکي په نښه کوي، او په قوي کولو یې کار کوي.

د سپیني خولۍ هکران د یویشتمي پیړۍ اتلان دې، ځکه دا پیړۍ د تکنالوژي پيړۍ ده او په دې پیړۍ کې هر مهم کار په آنلاین ډول د ویب سایټونو او یا نورو شبکو په وسیله تر سره کیږي، او هکران هغه څوک دې چې د ویب سايټونو او شبکو ساتنه کوي، او له غیر قانوني هکرانو (کراکرانو) سره مبارزه کوي.

خو هغه کسان چې له دې لارې د معلوماتو غلا کوي؟؟؟
د دې لپاره چې ریښتیني هکران او غیر قانوني هکران بیل شي، کمپیوټر پوهانو هغه چاته چې د کمپیوټري امنیت کمزوري ټکې پیدا کوي، خو له دې لاري غلا کوي او یا کوم بل ضرر رسوي، هغوي ته کراکر یا د توري خولۍ هکر وایې.

۲- د هکینګ تاریخچه:
هک د لمړي ځل لپاره (البته هغه څه چې په تاریخ کې ثبت شوي که نه تر دې مخکې هم هکران موجود وو) په ۱۹۷۱م کال کې د ویتنامي جان دراپر له لورې تر سره شو، چې له ډیري لري ساحي یې له تلفیون سره آړيکې ونیولي او تلیفون یې هک کړ.

په ۱۹۷۸م کال کې په آلمان کې یوه کمپیوټري کمپنۍ را منځته شوه چې وروسته بیا د هکرانو په سازمان تبدیله شوه.

په ۱۹۹۴ م کال کې روسي هکرانو د ولادیمیر لوین په مشرۍ د روسي له شهري بانک څخه ۱۰ میلیونه ډالر غلا کړو او هغه یې د نړۍ په بیلابیلو بانکونو کې خپلو اکاونټونو ته ولیږدول.
په ۱۹۹۷م کال کې یو ۱۵ کلن ځوان د کراوات په نوم د آمریکا د هوایې ځواکونو کمپیوټرونه هک کړل. په ۱۹۹۷م کال کې کاناډایې هکرانو د یوي تلویزیوني شبکي ویب سایټ هک کړل.

۳- د هکرانو ډولونه:
۱- د سپیني خولۍ هکر:
دا هکر په یو خاصي کمپنۍ یا دولت پورې آړه لري، او هڅه کوي د خپلي کمپنۍ د ویب سایټ او آپلیکیشنونو ضعیف امنیتي ټکې په نښه کړي، او له هغه وروسته یې په قوي کولو کار پیل کړي.
دا هکران تل د توري خولۍ د هکرانو مخه نیسي. او نه پریږدي تر څو د توري خولۍ هکران غیر قانوني عمل تر سره کړي.

۲- د تورې خولۍ هکر:
دا غیر قانوني هکران دې، دوي د غلا او یا بل غیر قانوني هدف لپاره د کوم دولت، شرکت او یا شخص ویب سایټ، آپلیکیشن او یا هم کمپیوټر هک کوي او د هغوي له الکترونیکي اسنادو څخه ناوړه ګټه اخلي، او یا یې له منځه وړي.
د دوي د دفاع لپاره د سپیني خولۍ هکران شته.

۳- د خاکستري خولۍ هکر:
دا هغه هکر ده چې د سپیني خولۍ هکر او د توري خولۍ هکر تر منځ واقع ده، یعني دا هکران ځیني قانوني او ځیني غیر قانوني کړنې ترسره کوي.

— ویروس او آنتي ویروس څه شي دې؟
د ویروس اصلي معنی د مرضونو لېږدونه ده.
او همدارنګه ویروس د هکینګ په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
کمپیوټرې ویروسونه د بیولوژیکې ویروسونو په څېر دې چې تکثر کوي.
سره له دې چې ځیني ویروسونه خطرناک نه دې خو بیا هم ځیني ویروسونه کمپیوټر ته له داخلیدو سره سم په کمپیوټر کې پروګرامونه او عامل سیستم خرابوي.

ویروس هم د نورو پرګرامونو په څېر په حافظه کې ځاي نیسي او کولاي شي چې په کمپیوټر کې ډیر خطرناک کارونه ترسره کړي.

د مثال په ډول:
کولاي شي چې هارډیسک فارمټ کړي، او یا هم بې له کومې لاسرسي له یو شبکې سره آړیکې جوړي کړي او په هغه کې د خپلي خوښي تغییرات راولي.

— د ویروس تاریخچه:
د لمړي ځل لپاره په ۱۹۸۴م کال کې لئونارد چې د آلمان هېواد اوسیدونکی وو، وکولای شول داسي سافټ ویر جوړ کړي، چې بې له کوم لاسرسي او انټرنیټ څخه له بل کمپیوټر سره آړیکه جوړه کړه.

دا سافټ ویر یې د ویروس په نوم ونومول.
— آنټي ویروس:
آنټي ویروس، څنګه چې له نوم څخه یې معلومیږي د ویروسونو ضد ده،
که چيرته وغواړو چې له ویروس سره مبارزه وکړو نو باید له قوي آنټي ویروس څخه ګټه واخلو،
کله چې زمونږ کمپیوټر ته ویروس داخل شي، هغوي په آتوماتیک ډول په زیاتیدو پیل کوي او مونږ نه شو کولاي چې بې له آنټي ویروس څخه هغه له منځه یوسو.

— د آنټي ویروس تاریخچه:
کله چې د ویروس په جوړیدو سره هکینګ زیات پرختګ وکړ، نو کمپیوټر پوهانو هڅه پیل کړه تر څو د دي خطرناک سافټویر مخه ونیسي. چې د دې هڅو په پایله کې په ۱۹۸۸م کال کې آمریکایې کمپیوټر پوه کیوناري دا ویاړ تر لاسه کړ او آنټي ویروس یې منځ ته راوړ.

— څنګه پوه شو چې زمونږ کمپیوټر او یا تلیفون هک شوی دی؟
که له لاندې پیښو سره مخ شو، نو زمونږ کمپیوټر او یا تلیفون هک شوی دی.
• ځینې پروګرامونه یا فایلونه کار نه کوي او یا هم نه خلاصیږي.
• ځیني پروګرامونه او فایلونه بې ستاسو له اجازې څخه پاکیږي.
• په خپل سیستم کې داسي پروګرامونه او فایلونه وینئ چې هغه تاسو نه دي اینسټال کړي.
• کله چې تاسو په کمپیوټر کې په کار مصروف یاست ګورئ چې ستاسو کمپیوټر له شبکې سره وصل شوي ده.

— که مو کمپیوټر او یا تلیفون هک شوي وي، نو بیا څه وکړو؟
✓ کله چې پوه شئ چې هکر ستاسو په کمپیوټر کې کار کوي نو په تیزۍ سره له شبکې سره آړېکې پري کړئ.

✓ ښه یې وګورئ چې آیا په کمپیوټر کې داسي پروګرامونه پیدا شوي دې چې تاسو نه دې اینسټال کړي؟ او یا هم داسي پروګرامونه شته چې نه خلاصیږي.
 
✓ کمپیوټر د یو قوي آنټي ویروس په وسیله چې په هغه پوره باور لرئ اسکن کړئ او ټول ویروسونه له منځه یوسئ.

— یادوونه: که غواړئ چې اسناد مو له هکرانو څخه وساتئ، نو یو قوي آنټي ویروس په خپل کمپیوټر کې انسټال کړئ او هر وخت خپل کمپیوټر د همغه آنټی ویروس په وسیله سکن کړئ.
 
— له هکرانو سره مبارزه؛
۱- که د خپل اکاونټ یا ویب سایټ له هک کولو څخه ویره لرئ. نو پاسورډ مو باید له تورو، عددونو او کراکټرونو څخه جوړ شوی وي، او یو پاسورډ دوه یا له دوه څخه زیات ځله مه کاروئ.

۲- که د تلیفون له هک کولو څخه ویره لرئ، نو په خپل موبایل کې جغرافیایي موقیعت غیر فعال کړئ، ځکه هکران ځینې حملې د جغرافیايي موقیعت له لارې کوي.

۳- که د کمپیوټر له هک کولو څخه ویره لرئ، نو له آنټي ویروس څخه ګټه اخیستنه تر ټولو مهمه ده.