ايران: د سعودي عربستان د تيلو پر تاسيساتو  بريدونه مونږ نه دي کړي

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وږي)، ايران د امريکا متحدو ايالتو هغه تورونه رد کړل چې ګواکي د سعودي عربستان د تيلو پر تاسيساتو د بريد تر شا د ايران لاس شتون درلود.

د سعودي عربستان پر بقیق او خریص د تيلو پر تاسيساتو بريدونو د ياد هېواد د تيلو نيم توليد ځنډولی او په نړۍ کې يې د تيلو بيې لوړې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي وايي چې د امريکا د شک او تور خبرې په بشپړ ډول بې اساسه دي. ظاهراً د يادو بريدونو مسووليت د یمن حوثیانو په غاړه واخېست خو امريکا يې تر شا د ايران لاس بولي.