
روهي (درې نۍ/۲۶ د وږي)، د ايران حکومت وايي چې سپاه پاسدران ډلې يې په فارس خليج کې يوې بيړۍ نېولې ده چې ۱۱ کسان په کې وو. ايران دا نه دي ويلي چې ياده بيړۍ د کوم هېواد اړوند وه.
دغه بيړۍ د ايران تُنب نومي ټاپو ته نېږدې نېول شوې ده چې د عربي متحده اماراتو پر لور په حرکت کې وه. د ايراني مقاوماتو په وينا چې په يادې بيړۍ کې ۲۵۰ زره لېتره ډيزل بار وو.
تر اوسته نه ده مالومه چې ياده بيړۍ د کوم هېواد وه او له کوم ځای يې ياد ډيزل لېږدول. د يادونې ده چې د سعودي عربستان پر سترو نفتي ذخيرو د بريد تر شا امريکا د ايران لاس يادوي خو په ظاهره د ياد برید مسووليت يمني حوثيانو په غاړه اخېستی دی.