
روهي (درې نۍ/۲۶ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي چې هېواد يې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د جګړې کولو وړتيا لري، خو داسې پلان نه لري چې له ايران سره ښکر پر ښکر شي.
ټرمپ ويلي چې د سعودي عربستان پر نفتي ذخيرو د بريد تر شا ورته د ايران لاس ښکاري او پخ دې اړه پراخه پلټنې کوي.
د ايران پر نفتي تاسيساتو د بريد مسووليت يمني حوثي جنګياليو په غاړه واخېست. ټرمپ وړاندې ويلی وو چې که چېرې د ياد بريد تر سره کوونکی هېواد ورته مالوم شي نو سخت ځواب به يې ورکړي.