شمالي وزیرستان کې د پاکستان ۴ پوځیان وژل شوي او ۲ نور بیا ژوبل شوي

روهي( یوه نۍ/۲۴ د وږي )، افغانستان پولې ته څېرمه په دوه بریدونو په ډزو کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو تن سخت ټپي شوی ، په ځوابي برید کې دوه وسله وال هم وژل شوي.
 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ، چې امنیتي ځواکونو تیره شپه د شمالي وزیرستان د سپینواز په اباخېلو سیمه کې په عادي ګزمه بوخت وو چې د بریدونو ښکار شول.
 

تردې دمه د یادو بریدونو مسولیت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.