د لوي اختر په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام

نیټه: ٢۴/۸/۱۳۸۹ - ۱۵/۱۱/۲۰۱۰
ګرانو مسلمانو خويندو او وروڼو!
تر هر څه مخکي د لوي اختر د رسيدو په وياړ خپل او د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د ټول غړو لخوا د افغانستان مسلمان او ځوريدلو خلګو او د نړي و ټولو مسلمانانو ته مبارکي او ښه هيلي وړاندي کوم، خوشحاله او نيکمرغه اختر و ټولو ته غواړم.
لوي اختر د بشريت لپاره د خداي (ج) د پيغمبر حضرت ابراهيم خليل الله (ع) د آزمويني او د حضرت اسماعيل (ع) د اطاعت او ځان تيريدولو لوي درس دي چې بايد د هر مسلمان د وياړني وړ او پري عمل وکړي.
درنو هېوادوالو!
زموږ ګران او وياړلي هېواد افغانستان د دريو لسيزو ناورين او ناخوالو څخه وروسته بيا د يوي لويي آزمويني سره مخامخ دي چې هغه د سولي او پخلايني پروسه ده.
افغانان چې د جهاد د ډګر زمريان وه اوس بايد د يو بل د منلو او د مذاکراتو په ترسره کولو سره هېواد ته پاته د نيکونو د لوي ميراث دوديز"لويی جرګی" له طريقه د سولي په ټينګښت کې هر اړخيزه ګامونه اوچت کړي او د ورور وژني بهير ته د پاي ټکي کيښږدي.
د ملي يووالي د دولت په جوړلو کې د يو بل سره پريکړه وکړي تر څو چې په هېواد کې د ميشت بهرنيو هېوادو د پوځيانو د شتون څخه خلاص او د بيا رغوني او آبادي په لور روان سي.
د وخت څخه په ګټه اخستلو سره يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم.
هره ورځ مو اختر – اختر مو بختور
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولني مشر