بې پیلوټه الوتکو د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو پر مرکزونو برید کړی دی

روهي( نۍ/۲۳ د وږي )،  د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وینا ، دغه دوه تاسیسات په اباق او خراس کې دي.
 

د سعودي عربستان د تیلو تولید کونکي ارامکو په دوه تاسیساتو کې اورلګیدنه وروسته له هغه پیل شوه کله چې د شنبې په سهار د بې پیلوټه الوتکو لخوا وویشتل شول. تر دې دمه په ختیځ سعودي عربستان کې د ارامکو دوه لوی تاسیساتو په ابیق او خراېس د بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.
 
 
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ، "د سهار په ۴:۰۰ بجو د ارمکو صنعتي امنیت ټیمونو د" بې پیلوټه الوتکې "په پایله کې د ابقېق او خراېس په خپلو دوو تاسیساتو د اور وژنې هڅې پیل کړې.
 

دواړه ځایه اور اوس کنترول شوی دی.
 

بیان زیاتوي چې په ختیځ ولایت کې د برید نه وروسته تحقیقات پیل شوي خو د الوتکو سرچینه یې نه ده مشخص کړې.