د القاعده مشر ( ایمن الظواهری ) د خپلو پلویانو څخه په لویدیځ د بریدونو غوښتنه کړې

روهي( پنځه نۍ/۲۱ د وږي )، د الجزیره تلوېزیون څخه په خپره شوې وېډیو کې ایمن الظواهري د مسلمانانو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د امریکا، اروپا، اسراییل او روسیې نظامي اهداف په نښه کړي.
 
 

ایمن الظواهری یو مصری دی او له کله څخه چې اسامه د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکایي عسکرو له لورې ووژل شو دا د القاعده شبکې مشر وټاکل شو.
 
 

داسې ویل کېږي چې دا د پاکستان او افغانستان ترمینځ په کرښه کې وي. د په خپل نوي پېغام کې چې ۳۳ دقیقې او ۳۸ تانیې دی ویلي دي چې که تاسې جهاد غواړی نو یواځې د امریکا نظامي اهداف په نښه کړئ او د امریکا نظامي اهداف د نړۍ په ختیځ او لودیځ کې پیدا کېږي.