پاکستان یو زیات شمېر خپل ځواکونه دکشمیر پولې ته لیږلي دي

روهي( پنځه نۍ/۲۱ د وږي )، د پاکستاني پوځ یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې هند سره د تاؤتریخوالي له امله پاکستان خپل څه ځواکونه دافغان پولې څخه هند سره دکشمیر ویشونکې پولې یا لائن اف کنټرول ته لیږلي دي.
 

امریکا غږ ډیوه راډیو اردو څانګې سره خبرو کې دپاکستان دغه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي کله چې هم هند سره دپاکستان تاؤتریخوالی سیوا کیږي نو بیا په هغه صورت کې خپل ځواکونه دافغان پولې نه اخوا کوي اؤ هند سره لګیدلې خپلې پولې ته یې استوي.
 

تیره اوونۍ دپاکستاني پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال افغان پولې څخه دځواکونو دلرې کولو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي وؤ چې” کشمیر زمونږ دمرۍ رګ دی اؤ دساتنې دپاره تر هر بریده تللی شو”
 

دپاکستاني پوځ دې لوړپوړي چارواکي ویلي چې سږکال دفرورۍ میاشت کې دپلوامه دبرید نه راپدیخوا د پاکستان اؤ هند پوځونه دتیارسۍ په حال کې دي.
 

دپلوامه ترهګریز برید کې شاوخوا۴۰هندي عسکر وژل شوي وؤ چې پړه یې پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوې ډلې جیش محمد پغاړه اخستې وه خو هند ویلي وؤ دا برید دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکې کړی دی.
 

پاکستان دهند لخوا په ځان لګول شوي تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ.