مصر: د اخوان المسلمین د مشر په ګډون مرکزي مشران په عمري قید محکوم شول

روهي(ـ پنځه نۍ/۲۱ د وږي )، د مصر یوې محکمې د اخوان المسلمین ۱۱ جګپوړي غړي د فلسطین سازمان ( حماس ) ته د جاسوسۍ په تور په عمري قید محکوم کړل.
 

د فرانسې خبري اژانس( AFP )د محکمې سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په محکوم شویو کسانو کې محمد بیدي ، د اخوان المسلمین ترټولو لوی مشر (سلاکار جنرال) او د هغه مرستیال خیر الشطر شامل دي.
 

دغه دواړه مشران په عمري قید محکوم شول ، چې په مصر کې عمري سزا موده ۲۵ کاله ده.