
روهي (څلورنۍ/۲۰ د وږي)، په ۲۰۰۱ز کال کې خو په همدې ورځ، د امريکا په نيويارک کې دنګې سوداګريزې ودانۍ د الوتکو د ټکر په اساس پر ځمکې رانسکورې شوې.
امريکا او غربي نړۍ د يادو پېښو مسووليت د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن په غاړه واچوله. اسامه بن لادن هغه وخت په افغانستان کې وو او دلته د طالبانو واکمني وه.
د امريکايي چارواکو او رسنيو د مالوماتو پر اساس د سپټمبر پر يوولسمه تر ۳۰۰۰ امريکايان ووژل شول او په زرګونه نور ټپيان هم شول.
د دغه ورځې پر ياد نن د امريکا پر دفاع وزارت کې ځانګړي مراسم نېول شوي وو. ولسمشر ټرمپ به هم په يادو مراسمو کې برخه واخلي. ټرمپ پر خپل ټوېټر ليکلي دي چې دوی به هېڅلکه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ نېټه هېره نه کړي.
د سپټمبر له يوولسمې وروسته امريکا پر پوځي ډول افغانستان ته رادننه، په افغانستان کې د طالبانو نظام سقوط او د هم هغه ورځې بيا تر نن په افغانستان کې جګړه روانه ده.