
روهي (څلورنۍ/۲۰ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت د نورولي مسعود په نوم د پاکستاني طالبانو مشر د ترهګرو په ډله کې اچولی دی. دغه لېست د ولسمشر ټرمپ له لاسليک وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزارت خپور کړ.
د دغه پاکستاني وراېخوا په فلسطين او افريقا کې د يو شمېر اسلامي ډلو مشرانو او غړي هم په دې نوملړ کې ځای شوي دي.
نورولي مسعود يو کال وړاندې هغه مهال د پاکستاني طالبانو مشر وټاکل شو چې د يادې ډلې پخوانی مشر ملا فضل الله ووژل شو. د پاکستاني طالبانو تحريک په پاکستان کې د يو شمېر بريدونو مسووليت په غاړه اخلي.