
روهي( څلورنۍ/۲۰ د وږي )، متحده ایالاتو اعلان کړی چې د پاکستان تحریک طالبان مشر مفتي نور ولي محسود د ترهګرو په لېست کې داخل کړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ، چې د لبنان له حزب الله سره تړاو لرونکي مختلف کسان ، د ایران ملاتړ انقلاب ، القاعده ، فلسطین حماس ، فلسطین اسلامي جهاد او داعش هم د نړۍ د ترهګرو په لست کې دي.
مفتي نور ولي محسود وروسته له هغه د تحریک طالبانو تنظیم مشر شو چې په ۲۰۱۸ م کال کې د تحریک طالبانو پخوانی مشر ملا فضل الله په ډرون برید کې ووژل شو.