عمران خان: پاکستان په ټوله مانا د کشمیر سره ولاړ دی

روهي( څلورنۍ/۲۰ د وږي)، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان مظفرآباد کې د کشمیریانو سره د یووالي څرګندولو لپاره لوی لاریون اعلان وکړ.
 
 
په ټویټر پیغام کې لومړي وزیر عمران خان ویلي چې مظفرآباد ته د تللو هدف یې ټولې نړۍ ته دا پیغام رسول دي چې موږ د کشمیر سره ولاړ یو. هغه همدا ډول د روانې عیسوي میاشتې ( ستمبر ) په ۱۳ تاریخ په مظفرآباد کې د یوې لویې جلسې خبر هم ورکړ.
 
 

لومړي وزیر عمران خان ملت ته په خپله وینا کې وویل ، له کشمیریانو سره په یووالي کې د کشمیر د لمانځلو اعلان هم وکړ. عمران خان وویل چې هره اوونۍ یوه ورځ د ټول ملت ، زموږ ښوونځي ، پوهنتونونو او دفترونو څخه خلک به نیم ساعت لپاره رخصت وي او د کشمیریانو په حق کې به خپل غږ پورته کوي.