افغانستان د اقتصاد له پلوه یو بل لوی مثبت ګام اوچت کړ

روهي( څلورنۍ/۲۰ د وږي )، افغانستان د اقتصاد له پلوه یو بل لوی ګام پر لور: ننګرهار کې د ميوو فابريکې د ورځې پنځه سوه بورۍ د چايو ميوه يا شېريني توليدوي.
 
ننګرهار کې د چای لپاره د میوو فعالو شلو فابریکو په شتون سره د ورځې ۵۰۰ بورې میوه یا د چای شریني د دې ولایت ترڅنګ د هیواد ګڼ شمیر نورو ولایتونو ته د خرڅلاو په توګه وړاندې کیږي.
 

د دې فاریکو مشر غلام قریشي وایې، د تیرو شاوخوا څلور کالونو راهسیې د جلال اباد ښار په بیلابیلو ځایونو کې د چایو شل فابریکې فعالیت کوي او د تیر په پرتله یې کاروبار کې هم پراخوالی راغلی دی.
 

نوموړی زیاتوي، د دې فابریکو په فعالیدو یو لورله ګاونډیو هېوادونو د راوړونکو چایو میوو مخه ترډیره نیول شوې او بل لور هغه ځوانان چې بې کاره وه له بې روزګارۍ ژعورل شوي دي .
ننګرهار کې د چایو لپاره د میوو دې فابریکو کې له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
 

ننګرهار کې د چایو لپاره د میوو فابریکې مسولین وایې، د میوو جوړولو لپاره خام مواد د ګاونډې هیواد پاکستان څخه راوریده وي او زیاتوي که حکومت یې د ځاې نه شتون او بریښنا ستونزه حل کړي نو لري نه ده چې په دې برخه کې به د هیواد ټولو ولایتونو ته د خپلو تولیداتو لمن وغځوي.