شمالي کوریا یو ځل بیا توغندي ازمایلي دي

روهي( څلورنۍ/۲۰ د وږي )، شمالي کوریا د امریکا متحده ایالتونو سره د روانې میاشتې په پای کې له سره د اټومي مذاکراتو پیلولو ته د چمتوالي د ښودو نه سمدلاسه وروسته یو لنډ واټنه توغندي ازمایلي دي.
 
د سویلي کوریا لوی درستیز ویلي دي چې شمالي کوریا پرون په ځايي وخت د سهار په ۶ بجو او ۵۳ دقیقو او په ۷ بجو او ۱۲ دقیقو د پلازمینې پیونګ یانګ شمالي لوري ته په ۸۰ کیلومترۍ کې د سویلي پيونګان په سیمه کې د ختیځ سمندر پر لورې دوه لنډ واټنه توغندي وازمایل.
 
سویلي کوریا ویلي دي چې دواړه توغندي ۳۳۰ کیلومتره واټن ته رسیدلي دي. خو دا ندي ویل شوي چې توغندي په سمندر کې لویدلي او که نه.
 
د بله پلوه د سوریې کوریا او امریکا استخباراتو د نوموړو توغندیو د ډول د معلومولو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.