
روهي (څلورنۍ/۲۰ د وږي)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان د عاشورا ورځې په مناسبت په يو ټويټي پيغام کې ليکلي دي، چې پاکستانيان او په ځانګړي ډول د کشمير خلک دې کربالا کې د امام حسين له مبارزې درس واخلئ او د ظلم پر وړاندې مبارزه وکړئ .
نوموړي ليکلي دي چې په کشمير کې د روانې بې عدالتۍ او ظلم مثال د کربالا په ډول دی چې ولسونه يې بايد د امام حسين په ډول مبارزه وکړي.
خان وايي چې په کشمير کې د شهيدانو قربانۍ به د کربالا د شهيدانو په څېر تر بريا رسيږي. کمشير کې د هندوستان تر وروستيو اقداماتو وروسته، د هند او پاکستان اړيکې سره ترېنګلې شوې دي.