وفادار ملګرئ

یو عرب کیسه کوي په یو کلي کې دوه خواږه ملګري وو دواړو ګوزاره حاله ژوند کاوه، او ډیر سره ګران وو، یو وخت کی د یوه ملګري مور ناروغه شوه، ډاکټر ته یې یوړوه، هغه د شپږ سوه ریاله درمل ورته ولیکل، ځوان چې خپل جیب ولټوه، دومره پیسې له ده سره نه وې، چې د ناروغی مور لپاره درمل پرې واخلي، ډیر خفه شو او په فکر کې شو، چې له یوې خوا مې مور سخته ناروغه ده، او له بلی خوا په جیب کی راسره دومره پیسئ نشته، او خپلې مور ته یې هم نشوائ ویلئ، چې ستا د درمل لپاره روپۍ نه لرم، نو بلاخره مجبوره شو، او نیت یې وکړ، چې له خپل ملګري یې وغواړي، هغه ته یی ټلیفون وکړ، او د خپلې ناروغئ مور د درملو لپاره یې پیسې ترې وغوښتې، هغه ملګري یې په ځواب کې ورته وویل، سمه ده په سترګو له مازیګر وروسته به سره حال شو، او پیسې به درکړم، دې مورته ډیر خفه او اندیښمن وو، او د مازیګر په انتظار وو، چې ملګرئ به یې روپۍ ورته راوړي، او دې به د خپل مور لپاره درمل پرې واخلي، مازیګر شو او ملګري ته یې بیا زنګ وواهه، خو د هغه موبایل بند وو، او څو ځلې یې موبایل وکړ، خو هماغسې بند وو، له ملګري نه ډیر خفه شو، او ورته غوصه هم شو، چې هلته یې وعده وکړه چې روپۍ دروړم، اوس یې موبایل بند کړئ، عقلا دومره ځواب خو یې باید راکړې واې، چی روپۍ نه درکوم، خو ده موبایل ولې بند کړئ، په دې عوصه یې بیا بیا زنګ ورته واهه، خو د هغه ټلیفون بند وو، او دې د ناروغی مور په سرته په انتظار ناست وو، ماښآم ناوخته شو، چې ملګرئ یې ورته راغې، ده له روغبړ مخکې لا سختې او ترخې خبرې او ګیلې یې ورته پیل کړې، چې روپۍ دې نشوې راکولائ نو موبایل دې ولې بند کړې وو، او کله یې چې غوصه سړه کړه، هغه ملګري یې په مسکا جیب ته لاس کړ او شپږ سوه ریال یې ورته ونیول، دې حک حیران شو او ویې پوښته چې ښه نو موبایل دې ولې نه ځوابوه، هغه ملګري ورته وویل زه خو بازار ته ولاړم، نورې روپۍ خو راسره نه وې چې تاته یې ستا د مور د درملو لپاره درکړم، نو خپل موبایل مې خرڅ کړ، ځکه هغه بند وو.
 
ګرانو ملګرو کله هم چې د ځان لپاره یو څوک دوست ټاکئ؟ نو باید چې دا فکر مو وي، چې زما دا دوست ایمانداره، دینداراه، او دیانت داره، او په ریښتیني وي. او بیا به د سختې په حالت کې په هر مشکل کې درسره ملتیا کوي. او کوم دوست مو چې دینداره نه وي، یعنې بې دینه وي او نور بد عادتونه لري، له هغه نه لرې واوسې، ځکه یو څوک چې د خداې پاک څخه حیا نه کوي، یعنې لمونځ نه کوي، او له دینه لرې وي، د خپل رب سره وفا ونلرې، نو هغه به ستا سره څه وفا وکړي؟
 
د ښه ملګري یو څو عادتونه:
-        ښه ملګرئ مو په سختو حالاتو کې یوازې نه پریږدي.
-        ښه ملګرئ مو راز ساتي، هغوئ هغه پټې خبرې چې تاسو ورته کړي نورو ته یې نه کوي.
-        ښه ملګرئ مو وخت پیژندونکې، صادقه او امین وي.
-        ښه ملګرئ مو په خوښیو خوښ او په خفګان مو خفه وي.
-        ښه ملګرئ مو په دې پوهیږي چې څه وخت خبرې او څه وخت سکوت وکړي.
-        ښه ملګرئ مو درسره خاندي او ژاړي، خو ددې ټولو په اړه ټولو ته هیڅ نه واي.
-        ښه ملګرئ مو هیڅکله د نورو په وړاندې نه سپکوي، بلکې د نورو په وړاندې مو ستاینه کوي.
-        ښه ملګرئ مو څه چې د ځان لپاره خوښوي ستا لپاره یې هم خوښوي.
-        ښه ملګرئ ښه اوریدونکې وي، لومړئ ستا خبرې په غور اوري، وروسته خپلې خبرې کوي.
-        ښه خلګرئ مو خپلې خوښئ درسره ویشي، غمونه او ستونزې درسره نیمایي کوي.
-        ښه ملګرئ مو په تیروتنو او بدیو باندې سترګې پټوي.
-        ښه ملګرئ مو له ښیګڼو او نیکیو مو مننه کوي.
-        ښه ملګرئ مو هغه کارونه نه کوي، چې ستاسو دښمنان یې نه لري.
-        د ښه ملګري مو د زړه او خولې خبره یوه وي.
-        ښه ملګرئ مو د الله پاک نافرماني ته یعنې د ګناه کارونو ته نه هڅوي.