د موبايل پر سګرین مې د زنګ نښه راغله

د موبايل پر سګرین مې د زنګ نښه راغله
ومې کتل،
د نامه پر ځای مې زړه ورته لیکلی و (♥)
موبايل مې غوږ ته پورته کړ،

له لږ ځنډ وروسته يې وويل:
څنګه يې؟

له سترګو مې څو څاڅکې اوښکې راغلې
ځان مې کنټرول کړ ورته ومې ویل:
ښه يم.

ویې ويل: له ژونده خوښ يې؟
له ډیره درده خندا راغله او په غټ زړه می وویل
هو ډېر زيات.

ویې ويل: زه دې يادېږم؟
موبايل مې له غوږه ایسته کړ شیبه نیمه مې چوپتیا غوره کړه؛ غټه ساه می واخیسته، ورته ومی ویل:

نه، بېخي نه، اصلاً دومره وخت نه لرم چی تا ياده کړم د ورځې پوهنتون کې مصروفه يم د شپې ستړى ستومانه راشم او ویده شم .
ویې ويل: کومه ګيله خو به رانه نه لرې؟
د درواغو خندا مې وکړه ورته مې وویل:
نه، هېڅکله هم نه.

په ژړغوني غږ يې وويل: ښه؛ په ځان پام کوه، د الله په امان...
کله چی پوه شوم موبايل قطع شو، خاموشي شوه؛ ټوله نړۍ چپ شوه؛ هیڅ مې نه اوریدل؛ هیڅ مې نه لیدل؛ هیڅ مې نه ویل؛ او يوې بې اختیاره تېزې چغې مې د کایناتو ټوله خاموشي ماته کړه، په زوره زوره مې وویل:

مینه درسره لرم، په تا میین یم، يادېږې مېېېېې، مرم درپسېېېېې، له تا پرته مې ژوند د ژوند په څېر نه دی، له تا پرته مې ځان څه چې ایمان مې هم نیمګړی دی، له تا پرته رانه خپل ځان ورکیږي، له تا پرته مې خوبونه نشته، داسې مې یوازې مه پریږده، خیر دی مه ځه رانه، خیر دی، خیر دی، خیر دی... هیله کوم بیرته راشه!!!

او د خپلې بیوسۍ په لمحو کې مې وژړل، ومې ژړل، ښه ډیر مې وژړل او دومره مې وژړل چې په خپل بیوسه ځان مې زړه درد وکړ او بیا مې خپل بې څوکه ځان نه غاړه تاو کړه ورته ومې ویل: مه ژاړه لیونیه زه خو درسره یم، هیڅ فکر مه کوه هر څه به سم شي...!!!
شېبه وروسته مې موبايل ته وکتل میسج راغلی وو، ومې کتل مېسج کي یې لیکلې وه:
لطفاً مه ژاړه؛ حيران شوې چی زه څنګه پوه شوم؟

زه پوهېږم، ځکه چی زه دومره هم بې ارزښته نه يم چی له يو چا دې جدا شم او هغه دې راپسې اوښکه هم توى نه کړي.

د موبایل سکرین مې په خپله لمنه له خپلو اوښکو څخه پاک کړ، په لړزیدلو ګوتو مې بیرته ورته ولیکل:
ته چې لاړې زه خاموشۍ په غیږ کې ونیولم، زما له سترګو یې ټول تاوده رنګونه وزبیښل، زما وجود یې د سپینې پاڼې په رګونو کې ټک واهه، زما له وجود نه یې د خوبونو روح و ایسته.

ته چې لاړې له ما سکوت راچاپیره شو، زما له ستونې یې غږ پرې کړ، زه یې لکه د نیمې شپې نیمګړې سندره، لکه بې غږه موسیقی، لکه بې شوره شړنګا د اسمان په سینه کې وپییلم.

ته چې لاړې زه چوپتیا وبللم، زما زړه او زما احساس یې د رګونو په رسۍ کلک وتړل.
ته چې لاړې ما خپل ځان په خپل وجود کې ځوړند ولید، خپل ځان مې دومره یوازې ولید چې آن ما یې هم ملتیا نشوه کولای...

بسسسس دا ژوند دى نو، کله انسانان سره يو ځاى کېږي خو زړونه نه او کله زړونه سره يو ځاى کېږي خو انسانان نه ...!!!