
د رحمان بابا د دېوان له داخلي شهادت نه معلومیږي چې هغه یو فقیر تبعه، ملنګ او درویز صفته انسان وو، د خپل مالي حالت په اړه یې ویلي:
څوک دې راکاندې قسم په کردګار
کــــه درم لرم په کور کې یا دینار
زه درم او دینار نه لرم په کور کې
ولــې نور خلک مې بولي دنیا دار
بابا زاهد، عابد او پرهیزګاره انسان و؛ خو ریا کار نه و:
د ریا له زاهدی زما توبه
چې یې کاندي څوک په رسم په عادت
بابا د خپل دور په سیاسي او ټولنیزو حالاتو یې ښه نظر و، د خپل وخت د حکمرانانو پر رویو، نه یوازې خبر وو؛ بلکې خپل د رد عمل یې هم د دوی پر وړاندې ښودلی و.
په سبب د ظالمانو حاکمانو
ګور و کور او پېښور درې واړه یو ړي
او دا شعر چې:
شاه جهان او اورنګ زیب غوندې اشراف
صدقه شه تر منصور غوندې نداف
عبدالرحمن بابا د ټول انسانیت خیر خواه او د سولې غوښتونکی و:
ادم زاد په معنی واړه یو صورت دي
هر چې بل ازاروي هغه ازار شه
عبدالرحمن بابا رښتینی عاشق او قبلوي امتیاز خلاف و:
زه عاشق یم سروکار مې دی له عشقه
نه خلیل نه داودوزی یم نه مومند
همدغه حقیقي مینه ده چې انسان د ګړنګونونه بچ کوي او په صراط المستقیم یې روانوي، انسان له شیطانه رحمن ته رسوي، د بابا شعر مجازي شعر نه دی بلکې یو داسې حقیقي شعر دی چې نور خلک هم د خدای (ج) مینې او محبت ته هڅوي، انسان ته د انسانیت لارې ګودرې ورڅرګندوي. هغوی ته د ښو او بدو تمیز ورښیي، د نجاد لارې ته یې راکاږي، د ازغو پر ځای ورته د ګلونو د کرلو سپارښتنه کوي:
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
ازغي مه کره په پښو کې به دې خار شي
عبدالرحمان بابا خلکو ته د ورورولۍ، وحدت، حیا، تقوا، صبر، سرښندني، انسانیت، متانت، سخاوت، بردبارۍ، زغم، بښنې، صداقت، شجاعت، ځوانمردۍ او د داسې نورو ډېرو ښیګڼو تلقین د شعر په ژبه کړی دی.
صوفي بابا د انسانیت په هکله وایي:
انسانیت په ډېر دولت نه دی رحمانه
بت که جوړ شي له سرو زرو انسان نه دی
بابا په ډېرو لږو لفظونو کې د انسانیت دومره ستر تعریف کړی، چې انسان ورته حیران پاتي شي. د ده شعرونه د هر ړوند انسان لپاره د لارې مشعل او د بریالتوب یوه ستره وسیله ده، انسان د نېکۍ، ښېګڼې او د خدای (ج) د محبت په لور رابولي او خلکو ته د شیطاني مینې پر ځای د رحماني مینې درس ورکوي.
عبدالرحمان بابا یو داسې بشردوسته شاعر و چې په ډېرو ژبو کې یې کلیات ژباړل شوي او له افکارو څخه یې ډېر وګړي برخمن شوي دي، بشریت ته لکه د ژمې د لمر حیثیت لري چې د انسانانو زړونه د هغې په انسان دوسته وینا ګرم شوي دي، خلکو ته یې د خدای (ج) پیغام د شعر په ژبه رسولی دی او خلک یې اخرت ته د چمتوالي لپاره هڅولي دي:
د رحمان وینا به هلته در په یاد شي
چې یو دېوال ته او بل ته شاه شي
په ځغرده ویلی که خوشحال خټک د توري او قلم خاوند دی نو عبدالرحمن بابا هم یو معنوي پهلوان او د قلم خاوند شاعر دی.
عبدالرحمن بابا د پښتو ژبې نومیالی صوفي او د انساني ارزښتونو پلوی شاعر و، چې د شعر اسرافیلي انګازې یې پر ټول افغانستان او ګاونډیو سیمو خپرې وې.
د بابا شعر د پښتو د کلاسیک ادب د ماڼۍ هغه دنګ برجونه دي چې کتونکي یې عجاز ته ګوته پر غاښ دي. د ده د شعر ښکلا او ځلا په دې کې ده چې شعر یې د ولس په ژبه خپل ولس ته وړاندې کړی، انساني، دیني او ټولنیز ارزښتونه یې په هماغه وینا خلکو ته اورولي چې څه ډول د خلکو غوښتنه وه.
د رحمان بابا نړۍ لید او بشرپالنه د پښتو د کلاسیکو ادبیاتو یو ځانګړی فصل دی، دی او د ده پل یوني دا دنیا د اخرت لپاره کرونده ګڼي او په خپلو نه هېرېدونکو هنري هستونو انسانان د معنوي ژوندانه د ښکلا لپاره رابولي.
بابا د انساني کرامت او بشري ارزښتونو یو مبارز شاعر ګڼل کیږي، د ده په اند انسان داسې یو ټولنیز وجود دی، چې ټول کارونه باید د یو ریښتوني عشق په رڼا کې ترسره کړي. د نوموړی په نظر دا نړۍ خدای له عشقه پیدا کړې ځکه نو انسان ته هم ښایي چې د الهی عشق په رڼا کې هماغه چارې ترسره کړي چې هغه پرې خوشحالیږي.
دا خو څرګنده خبره ده چې، د انسانیت د پیدایښت لومړنی اصل انسان او انسانیت ته درناوی کول دي. دی وایي:
که څوک یار په جهان غواړي یار دی دا
یار دی دا که د جهان سینګار دی دا
خیال د زلفو یې زما تر زړه چاپیر شه
یا تر ګنجه چاپیر شوی مار دی دا
دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی
د جملوو مخلوقاتو پلار دی دا
تر عشق غوره بل هیڅ په جهان نشته
تر همه کارونو غوره کار دی دا
عبدالرحمن بابا په خپل کلام کې انسان د خلاصون لورې ته رابولي او هغه ته د نجات او نیکمرغۍ لار ورښیي. همدا راز بابا عالمان او پوهان د دې دنیا روښنایي ګڼي او د ټولې نړۍ لارښوونکي نېکمرغۍ ته اوسېدو لپاره د عالمانو او پوهانو په وینا کې ګوري او د دنیا د ټولو ستونزمنو چارو حل د دوی په ناسته کې ګڼي. په دې توګه:
عالمان دي روښنایي د دې دنیا
عالمان دې د تمام جهان پیشوا
که څوک لار غواړي خدای و هم رسول ته
عالمان دي د دې لارې رهنما
زه رحمان حلقه به ګوش د هر عالم یم
که اعلی دی که اوسط دی که ادنا
بابا د زمانې او خلکو له شکایت وروسته وایي، چې که څوک غواړي تر مړینې وروسته یې ګور پراخ وي، نو ځان دې پر نورو لوړ نه ګڼي، انساني ارزښتنونو ته دې درناوی وکړي، د بل انسان ژوندانه ته دې په سپکه سترګه نه ګوري او ځان دې له نورو ټیټ وګڼي. له دې سره دا هم وایي چې: په دینا کې د انسان ژوند باید چې په عزت او ربړو کې وي او د بې عزتۍ له ژوندانه مرګ غوره ګڼي په بل ځای کې بیا ده چاره د ټولې ټولنې د له منځه وړلو لاسوند ګڼي او وایي چې انسان ته ښایي د دنیا په ټولو چارو کې په ځیرلي توګه چارې ترسره کړې.
خلاصه
د عبدالرحمن بابا په کلام کې ډېر داسې در او ګوهر پراته دي چې په لا زیاتو څېړنو او پلټنو سره به رابرسېره شي، د اوس لپاره د وخت په پام کې نیولو سره د همدغې مقالې په ویلو سره بسنه کوو زموږ هیله له نورو لیکوالو او د علم او ادب څخه دا ده چې د دې ستر عرفاني او تصوفي شخصیت په هکله لا ډېره څېړنه وکړي او دا د بشریت خوښوونکی ستر علم بردار ټولو خلکو ته ور وپېژني ترڅو خلک د هغه له پند او اند څخه پوره پوره ګټه واخلي.
په پای کې د کلبه ضیاي فرهنګي بنسټ څخه خورا ډېره مننه کوو، چې تل یې دا ډول ملي او فرهنګي غونډې جوړي کړي او په کندز کې له میشتو نورو ادبي او فرهنګي ټولنو نه هم زموږ همدا هیله او غوښتنه ده ترڅو د داسې پروګرامونو په جوړولو کې سرلاري او کوربه شي.
پای