
روهي (نۍ/۱۶ د وږي)، د هند د فضایي څیړنو ادارې ويلي ديی چې سپوږمۍ ته استول شوې فضايي بيړۍ يې بې درکه شوې او اړيکه ور سره نه نېول کيږي.
ياده اداره له فضايي بيړۍ سره اړيکه نه شي نېولی او اوس ورته دا مالومه نه ده چې آيا ياده فضايي بيړۍ په سپوږمۍ کې ناسته ده او که چېرې لوېدلې ده.
د هند د فضایي څیړنو اداره اعلان کړی چې سپوږمۍ ته تر دوه کليو متره په واټن يې هم له خپلې فضايي بيړۍ سره اړيکه درلوده خو وروسته يې اړيکې غوڅې شوې.
د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي چې د بيړۍ د پورته کېدو ننداره کوله ويلي دي، چې هيله مند دی ترڅو ياده بيړۍ بريالۍ ورسيږي او له سقوط سره مخ شوې نه وي.