اردوغان لویدیځې نړۍ دې د کډوالو په برخه کې د ترکیې سره په کړو ژمنو عمل وکړي‌

روهي( نۍ/۱۶ د وږي )، اردوغان : لویدیځه نړۍ باید کډوالو په برخه کې د ترکیې سره په کړو ژمنو عمل وکړي‌ او د نه کولو په صورت کې به ترکیه مجبوریږي‌ چې د کډوالو پر مخ ټولې دروازې پرانیزي.
 
 
ولسمشر اردوغان پر لویدیځې نړۍ د کډوالو په مسئله کې ډیرې سختې نیوکې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې لویدیځې نړۍ د کډوالو په مسئله کې د ترکیې سره د مرستو کولو ژمنه کړې وه خو له بده مرغه چې کړې ژمنې ندي‌ پر ځای کړي.
 

اردوغان وویل « که چیرې په سوریه کې د امن سیمه جوړه نشي ترکیه مجبوریږي‌ چې د اروپا دروازې د کډوالو پر مخ پرانیزي. که مرسته کوۍ وکړئ او که نه يي کوۍ ترکیه مجبوره ده چې د کډوالو پر مخ د اروپا دروازې پرانیزي. دا لوی او دروند بار به یواځې ترکیه په اوږو اخلي؟»
 

د کډوالو په برخه کې لویدیځې نړۍ او اروپايي‌ ټولنې د ترکیې سره د مرستو ژمنې کړې وې خو له بده مرغه چې دا مرستې مونږ ترلاسه نکړې. که چیرې حالات په همدې شان دوام وکړي‌ مونږ مجبوریږو چې د اروپا دروازې د کډوالو پر مخ پرانیزو