
د مبارزې کلیمه به مو ډیره اوریدلې وي خو شاید په دې اړه به مو ژور فکر نه وي کړی چې مبارزه ولې کوو؟ مبارزه د څه لپاره؟ آیا یوازې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره؟ نو مبارزه څه ده؟ مبارزه څنګه کیږي؟ او د بریالیو مبارزینو مبارزې یو څو بېلګې په وړاندې يې ستونزې، اوس د مبارزې په نوم څه روان دي آیا دا مبارزه ده؟ ښاروالي ښار پاکوالې ته سمه پاملرنه نه کوي او د ښار اړوند سرکونه نه جوړوي په وړاندې يې مبارزه کوم خو چې یو څه مادیات راته ومني بیا مبارزه نه کوم آيا یوازې دا مبارزه ده؟ والي دا کار د تعصب له مخې کوي او ځان ښودنه کوي انځور يې پر ټولنیزو رسنیو خپور کړي آیا یوازې دا مبارزه ده؟
اکثریتو کړنو او چاپیریال ته په منفي نظر کتل او یوازې منفي نقاطو یادول آيا یوازې دا مبارزه ده؟ هر څه ته یو نه، یو ډول قومي، سمتي، نژادي، کلتوري، ژبني، مذهبي، ګوندي... رنګ ورکول آيا یوازې دا مبارزه ده؟ زما مقصد د چا پلوي نه دی او نه دا وایم چې څه کوي ښه کوي، او نه يې د دا ډول کړنو پلوي کوم، نه د چا د مبارزې خلاف یم چې ولې مبارزه کوي بلکې خبره دا کوم چې که ما ته څه راکوي خو خیر او خیرت دی او که ما ته څه نه راکوي بیا د مبارزې نوم بدناموم اوس پوښتنه دا دی چې آيا یوازې مبارزه بس همدې ته وايي؟
آیا تاسې همدغه ټاکلې لاره کوم مې چې پاس یادونه وکړه د بریالیتوب لار ده کیدای شي چې یو ځای ونیسي! دا سې خو به نه وي چې دا لار مو د شخصي غوښتنو، شخصي عقدو له مخې ټاکلې وي آیا په خپلې مبارزې کې رښتیي یاست؟ اوس راځئ چې سالمه مبارزه وپيژنو، په لفظي مانا د یوې موخې لپاره هلې ځلې کول دي، کله چې یو انسان یا یوه انساني ډله چې روان وضعیت ورته د منلو وړ نه وي او وغواړي چې دې وضعیت ته بدلون ورکړي دې آرمان ته د رسیدو لپاره هڅې دي. په انګلیسي کې مبارزې ته ډيرې کلیمې استعمالیږي، لکه: کامبټ، کانټېنشن، سټریوګل، کانفلېټ او داسې نورې کلیمې د مبارزې مانا افاده کوي، مبارزه د بدلون په موخه هڅې ته وايي د یو لوی آرمان لپاره هڅه ده، مبارزه د خپلې ټولنې د حقونو ترلاسه کولو لپاره هڅه ده د ظلم او باطل په مقابل کې آواز اوچتول دي، د سوکالۍ په لورې د یون په مانا دی، مبارزه د خپلو حقه حقونو غوښتنه ده پرته له تاوتریخوالې، مبارزه باید په انساني ارزښتونو او معیارونو ولاړه وي ډیر کله د مبارزې په نوم په هسې خبرو وخت ضایع کوو مبارزه ښه ده خو چې سالمه وي، ځينې مبارزه د تخریب په موخه کوي چې هسې د مبارزې نوم بدناموي نو ځکه وایو چې مبارزه د ټولنیزو ارزښتونو لپاره او دهغوی پیژندل دي.
مبارزه د څه لپاره؟
په تعریف کې مو هم اشاره ورته وکړه چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅه ده، خو مبارزه د واک لپاره، مبارزه د عدالت لپاره، مبارزه د سمون لپاره، مبارزه د یو لوی آرمان لپاره، مبارزه د حق ترلاسه کولو لپاره، مبارزه د آزادۍ لپاره، مبارزه د ژوند د حق ګټلو لپاره، مبارزه د یو بدلون د رامنځ ته کیدو په خاطر، مبارزه دوامداره حرکت، خوځښت او د ستونزو لرې کول دي خلک د مستبدو نظامونو په وړاندې پاڅيږي او خپله مبارزه کوي تر څو حالاتو او نظام ته بدولون ورکړي کله چې خلک په تنګ شي او نور د نظام استبداد او روان وضعیت د زغملو نه وي پاڅون کوي ځیني پاڅونونه مشخص لوري څخه سازماندهي شوي وي چې مثبت او منقي اړخونه لري خو مبارزه باید له تاوتریخوالې خالي وي ځکه مبارزه او تاوتریخوالی دوه جلا څه دي او دواړه باید یو له بل څخه جلا تعبیر شي مبارزه د تاوتریخوالې په مانا نه دی د تاوتریخوالې څخه د خلاصون په مانا دی دا هم شوني دی چې د مبارزې په نتیجه کې انقلاب رامنځ ته شي انقلاب د پاڅونونو سلسله ده په مبارزه کې توکې هم اړین فکتور دی وسله، قلم او فکر د دې توکو موثریت ته باید وکتل شي ښه به وي چې فکر او قلم وټاکل شي او تاوتریخوالې څخه کار وانخیستل شي ولسي مبارزې په همدې کامیابې وي چې یو مشخص لید لوری لري د عامه وګړو لپاره د هغوی د حقونو، آزادۍ او عدالت غوښتنه پرته له دې چې تاوتریخوالی وکارول شي له ټولو سوله اییزو لارو چارو څخه استفاده ولسي مبارزده ده، ولسي مبارزې ډيرې سختې او ډیر وخت غواړي او هر وخت نه بریالۍ کیږي خو آما لاسته راوړنې لري او د مخالف لوري لپاره یو نه، یو ډول ننګونه ده په مبارزه کې ربړونې شته، زندان ته تګ شته، په یو او بل نوم به دې دښمن بدناموي، خلک به درته راپورته کوي، د مبارزې لارویان به دې زورول کیږي آن تر دې چې په قتل رسول کیږي چې د دې ډیر مثالونه شته آما کله چې ستونزې لوړې وینئ او د ښمن مو په وړاندې بیلا بیل خنډونه جوړوي تاسو باید حوصله ولرئ فکري تمرکز مو سم کړئ تر څو بریالي شئ.
یو څو بېلګې
په نړۍ کې بریالیو مبارزینو څه ډول مبارزه کوله، له کومو لارو چارو يې استفاده کوله، لومړۍ خو دا چې د وخت استبدادي نظام او مخالفین هڅه کوي چې تاسو په احساساتو راولي تر څو تاوتریخوالې ته مخه کړی او له احساساتو مو ګټه واخلي تر څو نړیوالو او خلکو ته ووايي چې دغه ده دوی خو مبارزه نه کوي په تشدد يې لاس پورې کړی دی چې په دغه صورت کې تاوتریخوالی په خپله جرم دی، هو هوښیار مبارزین په تاوتریخوالې لاس نه پورې کوي ځکه تاوتریخوالی په خپله د دې جواز ورکوي چې تاسو په سم لوري نه یئ روان او دا به ستاسو د قانوني ټکولو ته لاره پرانیزي هغوی به په حقه ثابت شي بریالي مبارزین د عدم تشدد لاره خپلوي تر څو کالونو راهیسي خواریو او زحمتونو بعد خپل ولسي حقوق په لاس راوړي. په نړۍ کې د عدم تشدد مبارزې یو وتلی نوم هغه د خان عبدالغفار خان نوم دی باچاخان به ویل: (( ما دغه بد نصیبه قوم ته کتل، اول خو د دوی د خدمت څوک نه وي، که څوک یو نیم پیدا هم شي، نو څوک د خدمت موقع نه ورکوي.))
نوموړی د شلمې پیړۍ د عدم تشدد د فلسفې او مبارزې سر لاری دی، ده د خلکو په بیدارولو کې رغنده ونډه درلوده او خلک يې هڅول تر څو تعلیم وکړي د ((خدايي خدمتګارانو)) په نوم يې حزب جوړ کړ ده به ویل چې (( د خدای (ج) د مخلوق خدمت، د خدای (ج) خدمت دی!)) په دې ډول کور په کور او کلي په کلي وګرځيد او خلک يې د تباهۍ او انګریزانو په وړاندې مبارزې ته وهڅول، وروسته د دې تحریک ځینې غړي او مشران بریتانوي هند زندانونو ته واچول چې په دې لړ کې په خپله باچاخان په ۱۹۳۰م کال کې د ګجرات په زندان کې بندي شوی وو خو کله چې له هند څخه یوه برخه د پاکستان په نوم جلا شوه باچاخان د پښتونخوا صوبې اوسیدونکی وو انګریزانو د یوې (ټولپوښتنې) له مخې چې خدايي خدمتګاران ورسره خلاف وو پښتونخوا صوبه يې هم په پاکستان پورې وتړله چې پاکستان له همغې راهیسي د باچاخان په سلګونه غړي او مشران زندان ته واچول او د هغوي په زورولو يې تر ننه لاس پورې کړی دی باچاخان د ژوندانه کابو (۳۵) کاله په زندانونو کې تېر کړي وو. (۱:۳۶-۳۷ ص)
د عدم تشدد د خدايي خدمتګار او د آزادۍ د تحریک یو بل وتلی نوم د حکیم محمد اسلم سنجري دی ګل احمد سنجري د ده والد صاحب و، هغه د انګریزانو دومره سخت مخالف و چې د ۱۹۰۱ نه تر ۱۹۰۵ م کال پورې له خپل زوی حکیم محمد اسلم سنجري سره یو ځای د انګریزانو په بند کې دومره سختې تېرې کړي چې د حکیم سنجري کورنۍ هغه وخت کې د آزادۍ مبارزه کوله خلکو به په زندان کې له دوی سره د شویو ظلمونو کیسې کولې دوی ۱۹ کاله مسلسل په بند کې تېر کړي دي، سنجري صیب لیکلي چې ۱۹۴۸-۱۹۵۴ باچاخان او د دوی ټول غړي بندیان وو سنجري زیاتوي چې زه باچاخان ته ورغلم، وجود يې ضعیفه شوی ؤ خو بیا هم ښه ؤ نو ما ورته وویل چې دا حالات خو بیخي د پښتنو په تاوان راڅرخي اخر دا به څه کیږي؟ وايي چې باچاخان راته وویل چې د ځان غوندې پنځه کسان راته وګوره زه اوس هم حاضر یم چې په تېر عمر هم د خپلو خلکو د حقونو غږ پورته کړم سنجري لیکي چې باچاخان هیڅا ونه پیژانده او حتی پښتنو افغانانو هم چې دا څوک وو؟ (۲:۴۸، ۴۹-۵۲، ۵۳ص)
انګریزانو پښتنو سره خصوصآ خدايي خدمتګارانو تحریک سره ډير ظلمونه کړي دي د تحریک غړي يې زنداني کړي دي، ربړونې يې ورکړي دي شاهین بونېری په خپل کتاب (مشالونه) کې لیکي چې دخدايي خدمتګار سرلاری باچاخان د لومړي ځل لپاره آزاد ښوونځی جوړ کړ انګریزانو ورسره مخالفت وښود چې دا ښوونځی دې ولې جوړ کړی دی او د پښتنو د تعلیم خلاف وو، اوس چې کوم په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته شوی او د باچاخان د عدم تشدد مبارزې لارویان دي تمه ده چې دوی بریالي شي او د باچاخان آرمان ته ورسیږي، باچاخان یو لوي شخصیت ؤ خو افسوس چې پښتنو ونه پيژانده، ډاکټر خورشید عالم له باچاخان سره د خپل ملاقات کیسې یوه برخه تاسو رانقلوم: ((بابا راته وویل چې دا د خدای قرآن دی او دا ستا د خور لوپټه ده. که تا په خپل ژوند کې په نوم انسان ته څه نقصان ورسولو، نو داسې وګڼه چې خدای له اوامرو منکر يې او د خپلې خور لوپټه دې قیصه خوانۍ بازار کې خرڅه کړه.)) کتاب – مشالونه ۱۹۲ ص
مهاتما ګاندي
د عدم تشدد پلار او د هند د آزادۍ ستر مبارز دی، نوموړي په ۱۹۱۵ کال کې د هند د آزادۍ لپاره په مبارزې لاس پورې کړ چې وروسته د انګریزانو له لورې ونیول شو او په شپږ کاله بند محکوم شو کله چې خوشی شو خپل ګانګریس ګوند يې متحد کړ او په ۱۹۲۰ کال کې د انګریزانو په خلاف یو لوی لاریون ترسره کړ انګریزان ورخطا شول په عکس العمل يې لاس پورې کړ ۵۰۰۰ هندیان يې زندان ته واچول وروسته خوشي شول، ګاندي ډيره هڅه دا هم کوله چې پاکستان له هند څه جلا نه شي؛ خو محمد علي جناح چې د مسلم لیګ ګوند مشر ؤ دا خبره يې ونه منله. (۱:۶۸، ۶۹ص)
مارتین لوترکینګ
لوترکینګ د امریکا د شلمې پېړۍ د مدني حقوقو د خوځښت رهبر او په امریکا کې د نژادي تبعیض پر وړاندې نه ویریدونکی مبارز ؤ، او د خپلو مبارزو په لړ کې له تهدیدونو او بندیزونو سره مخ شوی ؤ،نوموړي ته هغه مهال د نژادي تبعیض د غندلو فکر پیدا شو چې کله یوه تورپوستې ښځه د سپرلۍ په یو عمومي بس کې د کوم سپین پوستي لپاره له چوکۍ څخه د نه پاڅېدو په جرم زندان ته ولاړه په دې توګه ده د تورپوستو د انساني حقوقو د لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې پیل کړې کینګ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۵ کال کې کامیابه مبارزه پرمخ یوړله په دې لړ کې د امریکا د الباما ایالت د منګومري په ښار کې د هغه قانون څخه سرغړونه وکړه چې له مخې به يې په دولتي بسونو کې توران او سپینان جلا سره کښېنول کیدل، ده په ۱۹۵۷ کال کې د ۶۰ تنو نورو تورپوستو مشرانو سره په ګډه یوه مدني ټولنه رامنځته کړه چې شعار يې په امریکا کې نژادي تبعیض له منځه وړل وو بیا يې وروسته یو لوی سوله اییز لاریون ترسره کړ چې ډیرو خلکو پکې ګډون درلود. (۱:۸۵،۸۶ص)
نیلسن منډیلا
(( زموږ مبارزې باید د راتلونکي لپاره وي، نه د ماضي لپاره!))
منډیلا په سوله کې د نوبل جایزه ګټلې، د سپین پوستو د نژادي تبعیض سره يې د مبارزي په خاطر ۲۷ کاله په زندان کې تېر کړي، په ۱۹۴۸ م کال کې د جنوبي افریقا سپين پوستو انتخابات وګټل منډیلا او دهغوی ملګرو يې مخالفت پیل کړ او دغه مخالفت يې لومړی د عدم تشدد له لارې پرمخ بېوه، خو د منډیلا د دغې تګلارې جوت تغیر رانه وستل نو د ملګرو په مټ يې وسلې ته لاس کړ او د اپارتاید (سپین پوستو) د حکومت په وړاندې يې وسله واله مبارزه پیل کړه یوه چریکي ډله يې چمتو کړه خو له لسو میاشتو وسله وال مقاومت وروسته ونیول شو زنداني شو او په پنځه کاله بند محکوم شو، او یو شمیر ملګري يې هم زندان ته واچول شول په منډیلا باندې نوره توره هم واچول شول په عمري بند محکوم شو په زندان يې کې (د آزادۍ اوږده لار) ژوند ترخو کیسه ولیکله، ده په زندان کې ۲۷ کاله پوره شول د افریقا د ملي کنګرې د زیاتو هڅو او نورو نړیوالو فشارونو له امله په ۱۹۹۰ م کال کې په دې شرط له زندانه راخوشی شو چې نوره به وسله واله مبارزه نه کوي له خلاصون څخه وروسته يې په خپله وینا کې وویل: ( چې د ده مبارزه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې تر هغې به دوام کوي تر څو عدالت پلی شي!) په ۱۹۹۴ کال په جنوبي افریقا کې د لومړي ځل لپاره آزاد انتخابات ترسره شول چې ملي کنګرې د منډیلا په مشرۍ پکې زیاتې رايې راخپلې کړې او منډیلا لومړی تورپوستی ولسمشر وټاکل شو، منډیلا د تورپوستو او سپین پوستو ترمنځ شته ستونزې له منځه یووړې او په جنوبي افریقا کې يې د سولې فضا جوړه کړه او وروسته يې په امریکا نیوکې وکړې چې ولې يې په عراق حمله وکړه په اخیره کې يې له سیاسي فعالیتونو لاس واخیسته او ټولنیزو خدمتونو ته يې ځان وقف کړ.(۱:۸۹،۹۰،۹۲ص)
پایله
په پای کې یوازې دومره وایم دا رښتینې مبارزه ده چې یوازې د انساني او بشري بهبود غم ورسره وي تمه ده چې اوس مو رښتیې مبارزه پیژندلي وي او د مبارزې په لارو چارو به هم څه نا څه پوی شوي یاست په دې هیله چې یوه ورځ موږ هم د خپل هېواد د جوړیدو او سولې لپاره داسې بریالۍ مبارزه ترسره کړو او خپل ولس د پردیو له دسېسو خلاص کړو او په یوه آرامه فضا کې ژوند تېر کړي د رښتینې مبارزو ځوانانو په هیله!
ماخذونه:
۱ـ صفا، مصطفی. د نړۍ سل مشهوره څېرې. ۱۳۹۵هـش، جلال آباد- مومند خپرندویه ټولنه، دویم ټوک۳۴۹ ص
۲ـ بونېری، شاهین. مشالونه. ۱۳۹۶هـش، پېښورـ عامر پرنټ اېنډ پبلشرز، څلورم ټوک۲۰۶ ص
۳ـ http://www.taand.com/archives/44475Url: 1398/5/26:
۴ـ https://tatobaynews.com/old/?p=78145
۵ـ http://www.naray.news/?p=5327
URl: 2019.3.sept