افغانان له تجربو څه زده کوي !!


د هيواد اساسي قانون څلورمې مادې د حکم پر بنسټ ، چې د ملت هر وګړي ته د افغان کلمه اطلاق کيږي موخه مې پدې مشترکه جغرافيه کې د ټولو ميشتو معززو مليتونو او قومونو څخه ده وړاندې نه ځم د تاريخ څه باندې څلور لسيزې ، چې د ګران هيواد او باشهامته ، غيور متدين ولس باندې څه تير شوي او لا د تيريدو په درشل کې دي، بحث لرم د ـــ سردار داود خان جمهوريت ولې رانسکور شو ؟ علل او عاملونه يې لرل اساسي پوښتنه دا ده ، چې ملت څه تر لاسه کړل ؟

ــــ نور محمد خان ترقى قدرت ته رسيدل او واکمني د ټولنې عيني او ذهني شرايطو مغاير اقدامات او فرامين ولې ملت څه ترلاسه کړل ؟

ــــ حفيظ الله امين د قدرت په ګدى کېناستل او لنډه واکمني خو ملت څه ترلاسه کړل ؟

ـــــ بابرک کارمل ، چې د هيواد څخه د باندې يې واک ته د رسيدو نغاره وډنګول شوه د سرو لښکرو سره په کابل واکمن شو ملت څه ترلاسه کړل ؟

ــــ ډاکتر نجيب الله قدرت ته ورسيد په وروستيو کې يې ملي روغه ، جوړه اعلان کړه ملت څه ترلاسه کړل؟

ـــ فروفيسور صبغت الله مجددي ، چې د ده واکمنى نغاره هم له هيواد څخه د باندې وډنګول شوه لنډ واکمن شو ملت څه ترلاسه کړل ؟

ــــ فروفيسور برهان الدين رباني قدرت ته ورسيد له کابله يې تخت پر ولاياتو ګرځاوه ملت څه ترلاسه کړل؟
ــــ ملامحمد عمر مجاهد واکمني ، چې شمالي ولاياتو په څنډو کې بله واکمني روانه وه ملت څه ترلاسه کړل؟
ـــ په امريكا متحده ايالاتو کې (2001) سپټمبر پيښې په افغانستان د نړيوالو بريد د ښاغلي حامد کرزي پر مشرى د دولت رامنځته کيدل ، چې د واکنمى نغاره يې د هيواد څخه د باندې وډنګول شوه نږدې يوه نيمه لسيزه واکمني د نړيوالو پراخ ملاتړ ملت څه ترلاسه کړل؟
ــــ بر حال ولسمشر ډاکټرمحمد اشرف غني پنځه کلنه دوره ملت څه ترلاسه کړل ؟
پورته دورو باندې بحث خورا اوږد او بيله موضوع ده هو دا ملت ريښتيا ، چې زغمونکى ، قوي ارادې لرونکى ، غيور او متدين ولس دى تر څو به لا نورې تجربې ازمويي؟ تر څو به مقاومت لري ؟ تر څو به تحميل ته غاړه ګدي ؟ ايا نورې بس ندي !؟

دتجربې کوم ډول فرمول دلته پردې ولس ونه کارول شو ؟ کله به افغانان ددې خاورې په بشري ټولنه کې د يو سرلوړي ملت او د نورو له احتياجيو خلاص هيواد په اړه فکر او عملي اقدام کوي !
کله به خپل مسٶليت او رسالت ترسره کوي؟ تر څو به د مشتركې جغرافيې ، مشترکو احساساتو ، مشترکو ارزښتونو ، مشترکو منافعو او مشترک ملي حاکميت په اړه فکر او عمل کوي .؟
تر څو به د ځينو منفورو او منحوسو ډلو ټپلو پر لاره پل وهي او د اعمالو او کړنو پر وړاندې به يې سټراټيژيک سکوت اختيار وي !
چــــــا په کوم نوم او کوم شعار لاندې څه څه ونکړل د ملت له احساساتو او تمايلاتو يې څه ډول ناوړه ګټه وانخيسته !؟
سياسي پلوراليزم نه ردوو بلکې تقدير وو يې خو د هيواد اساسي قانون(35)مادې د حکم پر بنسټ.
په ملت جوړوونه کې،د ولس په انسجام کې دولت پاتې راغلى دا ،چې ولس دوامدارو جنګ جګړو او تاوتريخوالي ځپلى د هيوادپالنې او ملتپالنې روحيه يې کمزورې شوې نو د دولت دنده ده ، چې د ملت ترمنځ د انسجام ، ملي ګډو ارزښتونو ، ملي ګډو شتمنيو ، ملي حاکميت او مشترکې جغرافيې د ساتلو او پاللو بحثونه راپورته او د يوې ملي منسجمې او منظمې برنامې لاندې پورته مواردو ته رسيدنه او ملت پوهاونه رامنځته کړي ، چې اړونده څانګې په دې کې پاتې راغلي
سياسيونو ، مدني ټولنو او نورو جوړښتونو په دې برخه کې کار ندى کړى .

په هيواد کې مو سياسي ډلې ټپلې او سياسيون پدې حد کې دي ، چې د نورې نړۍ سياسيونو سره پرتله شي ؟ دلته سياست دان او سياست مدار څوک دى ؟
هيواد مو په خورا حساسو پړاوونو کې قرار لري له يوې خوا د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې يو له بلې خوا په هيواد کې د سولې نغارې ډنګول کيږي .

له بدمرغه د ولسمشريزوټاکنو ځينې نوماندان د خپل سياسي رقيب د ماتولو په موخه د ټول ملت ماتول او شاته تګ غواړي نو لدې ځايه د لمر په څير روښانه ده ، چې دوى ته ملي ګټې او ملت مهم ندى بلکې د خپلې کوچنى د قدرت جزيرې څخه افغانستان ګوري او غواړي ، چې په دې وړه او نا مقدسه جزيره کې يې ځاى کړي چې ناشوني ده ايا دا سياسيون بللى شو ؟ کله ، چې د هيواد ثبات ، سلامتيا ، ارضي تماميت او ملي حاکميت ته ګواښونه متوجه شي نو د(( ټولو سياسي ګوندونو کنفرانس )) راغوښتل کيږي په يو غږ او يو دريځ سره د هيواد ثبات او سلامتيا غواړي ، ملت غواړي ، حاکميت غواړي او ارضي تماميت غواړي واقعاً دا داسې عناصر دي لکه د کب لپاره اوبه ، چې سياسيون سياست کولاى شي خو په ډيرې خواشينى سره دوى نه هيواد غواړي ، نه ملت غواړي او نه حاکميت لدې ځايه څرک لګيږي ، چې دا څوک دي افغانانو لطفاً د تجربو لړۍ پاى ته ورسوئ او که چيرې موجوده حالت ته پخپله د هواري اساسي لارې چارې ونه لټوئ تر ډيره به په تجربو کې وو دوه قدمه به وړاندې ځو پنځه قدمه به شاته اخلو راځئ د خپل اساسي قانون تر چتر لاندې د هيواد برخليک پرلوري مثبت او اغېزمن ګامونه واخلوو ټاکنې او سوله مونږ افغانانو ته د يوې سيکې دوه مخونه دي خو پام مو وئ ، چې د ټاکنو پروسه په مخکې لرو لنډ مهال ورته پاتې د سولې پروسه لکه څرنګه ، چې تاسو د نهو پړاوونو شاهيدان واست اوږد مهاله پروسه ده او خورا ځيرکتيا او هوښيارى ته اړتيا ده دلته بايد د نړيوالو ، ګاونډيانو او افغانانو موخې په خورا دقت سره وشاربل او کوټلي ګامونه پورته شي .
درنښت