پېښور کې دپولیو ښځېنه کارمنده د وسله والو برید کې وژل شوې ده

روهي( پنځه نۍ/۱۴ د وږي )، د خیبر پښتون خوا پولیسو ویلي نامالومو وسله والو نن سحر دپېښور په رینګ روډ د پشتخرې په سیمه کې دشازیه په نوم د پولیو دپولیو ضد څاڅکو ورکولو یوه فعاله په ډزو وژلې اؤ تښتېدلي دي.
 

دپشتخرې تاڼې دپولیسو یو تن مشر یا محرر رسنیو ته ویلي ته دپېښې دجذئیاتو بیانولو په وخت ویلي چې دپولیو کارکونکې شازیه نن سحر د پېښور په رینګ روډ حیات اباد سیمې ته روانه وه چې دیو سي این جي پمپ ترڅنګ پرې په موټر سائیکل سورو نامعلومو وسله والو ډزې وکړې اؤ وټښتېدل .
 
 
دپولیس د وینا له مخې په دغو ډزو کې دپېښور اوسېدونکې ۲۵کلنه شازیه چې دخاوند نوم یې عابد حسین دی، په ټکي مړه شوې ده.
 

تر دې وړاندې هم وخت په وخت د خیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې دپولیو په لسګونو ورکران چې میرمنې هم پکې شامل دي د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي‌ دي.