روهي( پنځه نۍ/۱۴ د وږي )، د ټرانسپورټ وزیر یما یاري او د چارو ادارې تخنیکي مرستیال خان ولي خان بشرمل په شتون کې د حیرتان بندر له لارې د اورګاډي په وسیله د چین ختیځ ښار یېنټن ته د لومړي ځل لپاره د یوولس سوو ټنو په وزن صادراتي محموله لېږل کېږي.
دا محموله د تالک په نوم ډبرې له پروسیس شويو پوډرو، چې په طبي درملو کې ترې ګټه اخېستل کېږي څخه ترتیب شوې ده.
یاده محموله به په دوولسو ورځو کې د څه کم اووه زره کیلومتره مسیر تر وهلو وروسته خپل ځای یعنې د چین ختیځ ښار یېنټن ته ورسېږي.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د رېل د دې مسیر له لارې چین ته توکي صادروي.
وروستي