میجر اصف غفور: د هند پوځ مشر د پاکستان د پوځ څخه متاثره شوی دی   

روهي( څلورنۍ/۱۳ د وږي )، د پاکستان د پوځ ویاند ( اصف غفور ) پرون ورځ رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل داسې ښکاري چې د هند د اردو مشر د پاکستان د اردو له لوی درستیز څخه اغیزمن دی.
 
 
اصف غفور زیاته کړه د هند د اردو ( مشر جنرال بپین راوت ) د پاکستان د پوځ جنګیالي لوبې څخه اغیزمن ښکاري.
 
 
د زیاته کړه د هند د اردو مشر ( جنرال بپین راوت ) د جنګ په هکله د پاکستان له تګلارې څخه وېره څرګنده لري.