د کتاب په سپینو پاڼو د تورو ټکو نتیجه!

راځئ دومره مطالعه وکړو چې تر څو پوه شو چې نه پوهیږو!
کتاب پرته د مطالعې نه د چا ملګری نشي کیدای، خو د مطالعې په کولو سره هغه څه در زده کوي چې څه د کتاب په سپینو مخونو لیکل شوي وي.

کتاب د هغه دوه مخي انسان په شان نه دی، چې په ظاهره خوږ او په باطن کې تریخ وي.
کتاب هغه شتمني ده چې انسان یې په مطالعه کولو خپله پوهه لوړولای شي.

د کتاب په ارزښت کې د وخت په تېرېدو سره کوم تغیر نه راځي او نه به دا نوې تکنالوژۍ د کتاب ارزښت کم کړي، کتاب داسې یو نوم دی چې د انسان د لار ښوونې لپاره په کې پند او تجربې نغښتی دی، کوم خوند چې د کتاب د سپینو پاڼو پرمخ د حروفو په لوستلو کې دی، د یوې انټرنيټي پاڼې په لوستلو کې نشته.

کتاب هغه ملګری دی چې د شپې پر مهال یې مطالعه کوې لکه میلمه (guest) درناوی دې کوي، تر څو ته ویده نه شې دا نه ویده کیږي.

یو عالم وایي کتاب د مړو ژبه او د ژوندیو اواز (غږ) دی.
هغه زړه چې راز دې ساتي تر هغې دا بهتره ساتونکی دی.

د سنګا په نوم یو بل کتاب پرسته وایي: د دې پر ځای چې څو کتابونه ولولئ، ښه او بهتره دا ده چې یو ښه کتاب څو ځلې ولولئ!

د جیم په نوم یو عالم وایي: تر ټولو بد کار د کتاب نه لوستل دي او په ارزښت یې نه پوهیدل دي.
د کتاب ارزښت که نه وای نو سپیڅلی کتاب (قرآنکریم) به نه وای. د دغه مبارک کتاب په لوستلو کې هم دنیاوي اجر او هم اُخروي اجر شته دی.

په بل ځای کې بیا د ملک لوهان په نوم یو پوه وایي:
د ژوند کیفیت مو دوه شیان ټاکي! لومړی: هغه کتابونه چې تاسو یې لولۍ ، دوهم : هغه خلک دي چې تاسې ورسره ناسته ولاړه کوئ.

نامتو لیکوال مرزا فرحت الله بیک د کتاب سره دومره مینه لرله چې د ډوډۍ د خوړلو پر وخت به یې هم په چپ (کیڼ) لاس کتاب نیولی وو او مطالعه به یې کوله او په بل لاس به یې ډوډۍ خوړله.
که کتاب ارزښت نه لرلای نو اروښاد خالد اسحاق درې میلونه روپۍ د کتابونو په پېرلو به نه لګولې!

د اروښاد خپل شخصي کتابتون په لکونو کتابونه لرل.
د مشفق خواجه په نوم یو بل پوه د خپل کور نهه(۹) خونې په کتابونو نیولې وې او په یوه خونه کې یې خپل ژوند کاوه. نو د کتابونو ارزښت ډیر زیات دی.

کتابونه د ډیرې ښکلا څخه ډک او پرمفهومه معلومات لري.
ټولنیز، علمي، سیاسي او داسې نورې لیکنې په خپلو سپینو پاڼو کې بلا عنوانونه لري او د هر عنوان لاندې بلا داسې جملې ځای پر ځای شوي وي، چې په مطالعه یې د شخص په شخصیت او پوهه کې زیاتوالی راځي.

نو په همدې ترتیب در سره د يو څو ګتورو کتابونو پښتۍ شريکوم تر څو د هر با استعداده ځوان مینه زیاته او دې ته لیواله شي چې دهېوادوالو پوهاوی اود هېواد د پرمختګ لپاره د کتاب په بڼه داسې کرښې راښکلې چې هيوادوال او هیواد مو په ترقۍ او پوهه کې د نورو سیال شي. غربت، حسد او کېنه چې تر خپلو منځونو یې لرو همدا مطالعه ده چې له منځه یې وړي او انسان ذهن قوي او پراخه کېږي.