
روهي (درې نۍ/۱۲ د وږي)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې هېواد يې غواړي ترڅو له هندوستان سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د عمران خان په وينا چې هند او پاکستان دوه اټومي هېوادونه دي او ترمنځ جګړه به يې ټولې نړۍ ته ګواښ پيدا کړي. د پاکستان لومړی وزير وايي چې دوی به لومړی د جګړې د پيل اقدام ونه کړي.
نوموړي له هندوستان هم غوښتي دي چې د جګړې پر ځای بايد دواړه هېوادونه سيمه ييزو مسايلو لکه فقر، بې کاري او د تودخي ګرمېدو ته پام ډېر کړي او په ګډه کار وکړي.
هندوستان له دې وړاندې ويلي وو چې د اټومي بم د نه کارونې سياست لري خو ښايي چې په راتلونکې کې يې د پاکستان پر وړاندې ياد سياست هم تغير وکړي.