ایران له امریکا سره د دوه اړخیزو خبرو احتمال رد کړ

روهي( درې نۍ/۱۲ د وږي )، ایران له امریکا سره دوه اړخیزې خبرې رد کړې.
 
د خبري سرچینو له قوله د ایران ولسمشر روحاني په پارلمان کې ویلي دي چې ایران له متحده ایالاتو سره د خبرو په اړه کومه پریکړه نه ده کړې ، د خبرو لپاره ډیری وړاندیزونه شتون لري خو د ایران ځواب به د اوس لپاره نه وي.
 
د ایران ولسمشر روحاني ویلي دي چې که امریکا پر ایران لګول شوي بندیزونه لرې کړي نو کیدای شي د اټومي تړون په خبرو کې برخه واخلي.
 

هغه زیاته کړه د اټومي تړون له نورو اړخونو سره خبرې روانې دي.
 
که چیرې پایلې تر پنجشنبې پورې ونه رسیږي ، دوی به د معاملې د نورو احکامو په پلي کولو کې کمښت اعلان کړي.