د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر به سبا په یوه ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي

روهي( درې نۍ/۱۲ د وږي )، پاکستان هېواد کې د سعودي د سفارت په وینا ، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر به له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر سره وویني. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر به د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم وګوري.
 
د بله پلوه په کشمیر کې د خرابیدونکي وضعیت په هکله لومړی وزیر عمران خان د دوست هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي. لومړي وزیر عمران خان او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ټیلفوني تماسونه درلودل چې په کې د سیمې د اوسني وضعیت په ګډون د دوه اړخیزو ګټو پر مسلو خبرې وشوې.
 
لومړي وزیر عمران خان سعودي عربستان ته د کشمیر د وروستي وضعیت په اړه مالومات ورکړل. په یاد ولرئ چې دا په تیرو دوه اونیو کې د لومړي وزیر عمران خان او سعودي ولی عهد تر منځ دریمه اړیکه ده.