
روهي( درې نۍ/۱۲ د وږي )، د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا په ایالت کې په یوې کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
داسې ویل کېږي پیښه د کالیفورونیا ایالت د سانتا کروز په ټاپو کې رامنځته شوې ده . اورلګیدنه په یوې مساپر وړونکې کښتۍ کې رامنځته شوې ده.
د لومړنیو مالوماتو له مخې پدې پیښه کې ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کالیفورونیا د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې اورلګیدنه د سانتا کروز په ټاپو کې د ۲۳ متره په اوږدوالي سره په یوې مساپروړونکې کښتۍ چې د حرکت پر حال کې رامنځته شوې ده .
سرچینې ویلي دي چې پدې پیښه کې د کښتۍ پنځه تنه پرسونل ژغورل شوي دي خو ۳۴ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی.