آيا پوهيږئ افغانانو لومړي ځل لپاره په استرالیا کې د اسلام بنسټ کيښود او لومړنی جومات يې جوړ کړ؟

روهي( دوه نۍ/۱۱ دوږي )، استرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د اسلام دین خپور شو او د مسلمانانو په شمېر کې هم د پام وړ زیاتوالی راغی.
 
استرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته په ۱۸۶۱ م کال کې لومړنی جومات د سویلي استرالیا په مري سیمه کې جوړ شوی. د ای بي سي شبکې معلومات ښيي چې دغه جومات د استرالیا په تاریخ کې لومړنی جومات دی او د افغانانو لخوا جوړ شوی.
 

‎د استرالیا په مري سیمه کې د لومړني جومات له جوړېدو څو کاله وروسته په ۱۸۸۸ م کال کې په ا‌‌‌‌‌‌ډېلېډ ښارهم د افغانانو لخوا یو لوی جومات جوړ شوی.
 
‎د رسنیو لخوا په خپرو شویو راپورونو کې لیدل کیږي چې نن ورځ مسلمانان په استرالیا کې له ۳۶۰ څخه زیات د عبادت مرکزونه لري او دغه شمېرې د هرې ورځې په تېرېدو سره د زیاتېدو په حال کې دي.
 
‎سره لدې چې افغانانو په استرالیا کې لومړنی جومات جوړ کړی خو نن ورځ د استرالیا په سیډني ښار کې د لکېمبا جومات چې د علي بن ابي طالب په نوم یې هم خلک پيژني د دغه هېواد تر ټولو لوی جومات ده او دغه جومات په ۱۹۷۷م کال کې د لبنان د مسلمانانو د ټولنې لخوا جوړ شوی.
 
د پښتو SBS څخه په مننې