
روهي( دوه نۍ/۱۱ د وږي )، تر دې دمه د جنسي رجحاناتو په اړه ترټولو لویې څیړنې ادعا کړې چې د نړۍ په هره انساني ټولنه کې تر ۱۰٪ پورې خلک همجنس بازی ته تمایل لري.
د امریکا ، انګلستان او سویډن په هیوادونو کې د همجنسبازۍ مالوماتو مطالعې هم څرګنده کړې چې انسانان د ځانګړي جنیټیک جین له امله همجنسباز نه کیږي.
په ساینس مجله کې د خپاره شوي راپور له مخې ، د کارپوهانو یوې ډلې د متحده ایالاتو ، انګلستان او سویډن په شمول د نورو هیوادونو د همجنس بازانو ارقام کتلي دي.
کارپوهانو دا مالومات د متحده ایالاتو شرکت 'او د سویډن په شمول د انګلستان بریتانیا بایو بینک څخه ترلاسه کړي.
د کارپوهانو له نظره ۹۴۰۰۰۰ بریتانویان او ۶۸ زره امریکایان دا وخت په همجسبازۍ اخته دي.
کارپوهانو په ځانګړي توګه هڅه کړې چې د ( ډي اېن ای ) پایلو څخه مالومه کړي چې په انسانانو کې یو زنځیرونه شتون لري چې سړی همجنس بازی کوي.
ماهرین وايي چې د ارقامو په بیاکتنه کې څرګنده شوې چې په انسانانو کې موندل شوي ډیری جینونه د دوي جنسي تمایل اغیزمن کوي او دا چې جینونه د دوي جنسي تمایل ټاکي.
مطالعې ښودلې چې هیڅ انسان د یوه جین له امله همجنسیت ته متوجه نه دی.
کارپوهانو وویل چې دا نوې ترسره شوې څېړنه ښایي چې د انسان لپاره همجنسي کیدو لپاره هیڅ دلیل شتون نلري ، بلکې د ۴ څخه تر ۵ پورې دلیلونه چې د ورته چلند لامل کیږي.
ماهرین په ګوته کوي چې ځینې خلک د دوی د ژوند طرزالعمل له امله همجنسیت ته متوجه دي.
څیړونکي وايي چې د جوړو زیږیدنه او د دوی پالنه یوځای کول ، د دوی اوږد پاتې کیدل ، کورنۍ او کورنی مړینه او د ملګرو لیدو ته لیوالتیا هم د جنسیتي تمایل لامل کیدی شي.
د کارپوهانو په وینا ، دا څېړنه ښیې چې انسانان د مختلف جینونو او مختلف لاملونو له امله همجنسیت ته متوجه دي.
کارپوهانو ، د خلکو ارقامو او چلندونو ته په پام سره وویل چې د نړۍ په تقریبا هرې ټولنې کې همجنسي تمایل موندل کیږي.
کارپوهان وايي چې د نړۍ د ټول نفوس له ۲ څخه تر۱۰ سلنې ترمنځ همجنسیت ته متوجه دی.