روهي( دوه نۍ/۱۱ د وږي )، د سره صلیب نړیواله کمېټه ویلي، د سعودي عرب په مشرۍ اېتلاف د یمن په جنوب لویدیځ کې پر یوه زندان هوايي بریدونه کړي چې پکې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
دې کمېټۍ ویلي، د سېپټېمبر پر لومړۍ په ذمار ښار کې په شوې بمبارۍ کې ۴۰ ژوبل کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.
دا څرګندونې د دې ادارې د پلاوي مشر فرانڅ راوختنشټاین د سیمې لیدو پر مهال کړې دي.
پر هغه مهال هم ژغورندویه ډلو د ودانۍ له خرابیو مړي ایستل.
د یمن د ایران پلویو حوثي یاغیانو او د سعودي پلوي رسمي حکومت له یو بل سره په جنګ دي.
د سعودي په مشرۍ اېتلاف په ۲۰۱۵ز کال کې د ولسمشر عبدالرب منصور هادي په ملاتړ په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد جګړه پیل کړه چې تر اوسه روانه ده.
وروستي