
روهي( دوه نۍ/۱۱ د وږي )، د پاکستان د ساینس او ټکنالوجۍ وزیر ( فواد چوهدري ) نن ورځ رسنیو ته خپلو خبرو کې وویل چې نرېندرا مودي له کبله کشمیر خلک له ازادۍ څخه محروم دي.
فواد چوهدري همدا ډول وویل چې مودي له خپل ځان څخه هټلر جوړ کړی او د چاته خبرې ته هم غوږ نه ږدي باید ټول خلک د ده په خوښه زندګي وکړي.
فواد چوهدري زیاته کړه چې اوس د ده په ذهن کې نه راځي خو د ده سره به هټلر په شان کار کېږي.