المان: د یوه کنسرټ پرمهال ډیر کسان ټپیان شوي

روهي( دوه نۍ/۱۱ د وږي )، د جرمني د ايسن ښار په یوه کنسرټ کي پر تماشاچیانو باندې د یوې لویې ټلویزوني پردې (سکرین) د رالویدو له امله ۲۸ تنه زخمیان شوي چي دوو حالت یې د اندېښنې وړ دی.
 
 

د ایسن ښار د پولیسو یوه ویاند د المان هېواد رسنیو ته ویلي دي، چي دغه پيښه پرون شنبه ماښام (د اگست ۳۱ مه) د یوه رېپ کنسرټ پر مهال رامنځته سوه. د هغوی په خبره په دغه وخت کي ( تقریبأ د اوه نیمو بجو پر شاوخوا) یو سخت باد او طوفان رامنځته سو او یو لوی ټلویزوني سکرین پر تماشاچیانو راولویدی. د دې په نتیجه کي ډیر کسان زخمیان سول، چي ټوله یې روغتونونو ته انتقال سوي دي. اوس به نو څارنوالي د دغي پیښي د رامنځته کیدو دقیق جزییات وڅيړي.
 

تر هغه را وروسته کنسرټ لغؤ ، ساحه یې تخلیه او ټوله تماشاچیان د بسونو پواسطه انتقال شول.