ايران: بې پېلوټه الوتکه مو جوړه کړه

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وږي)، د ايران پوځ وايي چې د يو کال په موده کې يې په خپله يوه غښتلې د کيان په نوم بې پېلوټه الوتکه جوړه کړې ده.

د ايران د پوځ په وينا چې دغه الوتکه تر زرو کليو مټره واټن وهلی شي او بيلا بېل استخباراتي مالومات راخېستل شي.

ايران د بل هر وخت پر پرتله اوس مهال له امريکا سره کړېکېچن وضعيت لري او د امريکا له خوا سختو اقتصادي او سياسي بنديزونو سره مخ دی.