
روهي( یوه نۍ/۱۰ د وږي )، د امریکا د ټکساس ایالت په اوډیسا ، ایالت کې د وسله والو په ډزو کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا ، برید کونکي د ترافیک سیګنال باندې ډزې وکړې ، چې پولیس یې په نښه کړ او بیا د پوستې خدماتي وین سره وتښتید.
د پولیسو چارواکي وايي چې شکمن د وین د چلولو پر مهال پر پولیسو ډزې وکړې او وروسته د پولیسو په ډزو دا وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا ، بریدګر په ډزو وژل شوی ، بریدګر سپین پوستی دی ، شاوخوا ۳۰ کلن دی.
له دې مخکې پولیسو ویلي وو چې د برید کوونکو شمیره دوه وو، چا چې په اوډیسا او مډلینډ ښارونو کې هم ډزې وکړې خو اوس ویل کیږي چې برید کونکی یو و.
د سپینې ما ڼۍ په وینا ، د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې د قانون پلي کونکي ادارې دې خپله دنده ترسره کوي.