فرانسه کې افغان کډوال یو تن مړ او ۸ تنه ټپیان کړل

روهي( یوه نۍ/۱۰ د وږي ) د فرانسې په سویل کې د لیون په ښار کې په یو برید کې یو تن مړ او ۸ تنه نور ټپیان شول.
 

د فرانسې نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې دا برید د نوموړي‌ هیواد په سویل کې د لیون ښار د ویلوربان په سیمه کې رامنځته شوی دی. ویل کیږي‌‌ دوو تنو برید کوونکو په سیمه کې یو تن مړ او ۸ تنه نور ټپیان شول.
 

د پولیسو په وینا د برید کوونکو نه يي‌ یو تن د پولیسو لخوا ټپي‌ شوی دی او بل ته د پیېښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی.
 
پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د پيښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي‌ دي‌ خو د ۳ تنو روغتیايي حالت يي‌ ښه ندی.
 
ویل کیږي‌ نیول شوی برید کوونکی افغان کډوال دی چې د کډوالۍ په خاطر يي په فرانسه کې مراجعه هم کړې ده.
 
پولیس د دویم برید کوونکي‌ د نیولو په لټه کې دي.
 

د برید اصلي‌ لامل معلوم ندی .