
روهي( نۍ/۹ د وږي )، د خېبر پښتونخوا په کوهستان ولسوالۍ کې يو ګاډی د اوبو کندې (نالۍ) ته لوېدلی چې پکې د څلورو مېرمنو په ګډون ۲۴ کسان مړه شوي دي.
په پېښه کې نهه کسان ژوبل هم دي. تر دې دمه یواځې د څلورو کسانو مړي را ايستل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي دا ګاډی د جمعې په ماښام (د اګست پر ۳۰مه) د بر کوهستان تحصيل په کنديه سيمه کې د يو پُل ماتېدو له کبله لوېدلی.
د کوهستان ضلعې د پوليس کنټرول مرکز يو چارواکي منهاج الدين نن رسنیو ته ویلي چې د مړو شويو کسانو د جسدونو را ايستلو هلې ځلې روانې دي خو د هغه په خبره چې دا لرې پرته سيمه ده نو ځکه له ستونزو سره مخامخېږي.