
روهي( نۍ/۹ د وږي )، د نوبل د سولې جایزې ګټونکی ( جوزه راموس هورټا ) وايي چې په روان حالت کې نړۍ له بد وضعیت سره مخامخ ده او په وینا یې ښه بېلګه د کشمیر وضعیت دی. نوموړي د افغانستان د سولې پروسې ته هم خوشبینې څرګنده کړه.
د آلمان په لينداو ښار کې د «ادیان د سولې له پاره» په نړیوال کنفرانس کې له ټولې نړۍ څخه د ادیانو مذهبي مشرانو او استازو د ګډون سربیره، د شرقي تیمور د سولې اتل او د دې هیواد پخوانی ولسمشر او لومړی وزیر جوزه راموس هورټا هم ګډون کړی وو.
نوموړي د رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې نن ورځ په نړۍ کې د روانو کشمکشونو او جنګي وضعیت د پای له پاره ټول اړخونه اړ دي چې په خپلو کې خبرې وکړي او شخړې د خبرو له لارې حل کړي. دلينداو په دغه نړیوال څلور ورځني کنفرانس کې د نړۍ له شاوخوا ۱۲۵ هیوادونو څخه نیږدې ۱۰۰۰ تنه مذهبي مشرانو او استازو ګډون کړی وو.
هورټا په خپله مرکه کې همدا راز وویل چې نړۍ اوسمهال له یوه ډیر خطرناک وضعیت سره لاس او ګریوان ده. نوموړي د بیلګې په توګه د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کشمیر د مسئلې پر سر روان وضعیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې له هر لوري څخه یو کوچنی ناسم اقدام د دې شخړې ډول ته په بشپړه توګه تغیر ورکولی شي.