د مذاکراتو پړاوونه او تر شا يې هدفونه !!


په افغانستان كې د څلورنيمو لسيزو جنګ جګړو او تاو تريخوالي يوازې بڼه بدله شوې ،له يو پړاوه بل پړاو ته داخله شوې ولې، دايمي هواري په موخه خورا ستراتيژيک کارونه ندي شوي ،چې وروسته به پرې رڼا واچو خو آيا قطر (دوحه )کې د طالبانو او امريكايانو د مذاکراتو تر شا څه دي؟؟؟ پدې به تحليل ولرو !

ــ په سيمه کې د امريكايانو ستراتيژيک عمق ته په کتو امريكايان په افغانستان كې نږدې دوه لسيزې جګړه څه ډول پاى ته رسول غواړي !

ـــ امريكايان د تروريزم د مخنيوي په خاطر افغانستان کې د نړيوال ائتلاف په سر کې نړيوالو ته پيل شويو مذاکراتو له مخې څه پيغام ورکول غواړي؟

ـــ تر ټولو مهمه دا ، چې په امريكاکې 2020 ولسمشريزو ټاکنو کې د حاکم ټيم بيا ځلې واک ته د رسيدلو د امريكايانو عامه افکارو په افغانستان کې د ستړي او ډير لګښت لرونکي ، مالي او ځاني زيان لرونكي جګړې د پاى ته رسيدلو پيغام !

ـــ طالبان د يو سياسي او وسلوال لوري په توګه ، چې عملاً د دولت او نړيوالو سره په جګړه کې دي خپل حضور او برجسته والى ښودل؟

ـــ د هيواد په برخليک ټاکوونکوچارو کې اغېزمن رول لرل ـ ـ ـ ـ
مذاکرات نهم پړاوو ته داخل شول اساسي پوښتنه دا ده ، چې مذاکرات په کوم عنوان تر سره کيږي؟

امريكايان خو د يو داسې لوري په توګه ، چې افغانستان ته د تروريزم ـ ـ ـ ـ ـ ـ د مخنيوي په خاطر د نړۍ مقتدر دولت او د ائتلاف په راس کې قرار لري

ـــ طالب لورى په کوم عنوان / طالبانو ډله / د طالبانو اسلامي تحريک که اسلامي امارت
اساسي خبره دلته ده ، چې هو کړه ليک په کوم عنوان نړيوالو اوافغانانو ته وړاندې کيږي ، چې خورا اساسي موضوعګانې او بحثونه شته !!

ـــ تر ټولو ستونزمن لورى بين الافغاني مذاکرات دي ـ
1ــ اتلس کلنې لاسته راوړنې يا پرختياوې
2ــ اساسي قانون ؟
3ــ د ښځو مشارکت اوحقونه
امريكايان وايي تر څو ، چې افغاني خبرې مثبته پايله ورکوي نړيوال تضميمونه رامنځته کيږي تر هغه وخته موږ يو !
د قوي استخباراتي حضور خبره يې هم کړې !
ـــ د داعش ګواښونه شته
په هو کړه ليک کې د دواړو خواوو توافق نه وروسته د مشر او کشر طالب خبره هم راوتلې !
پايله

ـــ د طالبانو او امريكايانو تر منځ هوکړه کيږي
ـــ لدې لارې به امريكايانو نړيوالو ته خپل مسٶلانه ماموريت په مشروط ډول نندارې ته وړاندې کړی وي
ـــ امريكا کې عامه افکار به دويم ځل لپاره د ټرمپ واک ته رسيدو ته و هڅوي کله ، چې بارک اوبامه دويم ځل لپاره واک ته ورسيدو د القايده مشر اسامه بن لادين وژل وو دويم ځل لپاره يې ډيموکراتانو واکمني خوندي کړه

ـــ طالبان به نړيوال باور لاره جلب کړي ازادانه به سفرونه ولري
ـــ په کور د ننه به د يو لړ ځانګړو امتيازاتو څخه برخمن شي
په هيواد کې به روان تاوتريخوالي بڼه بدله شي
ـــ پخوا د ځينو ګاونډيانو له لوري د ښه او بد طالب خبره کيده اوس په تأسف سره د کشر او مشر طالب خبره کيږي که مشر توافق ته رسيدلې خو کشر طالب سنګر کې دى؟

ـــ د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو پړاوو ، چې دا پړاوو به خورا ستونزمن او له بحثونو ډک وي ځكه ، چې د روانې شخړې اصل ريښې دلته دي

ـــ هيواد به د داعش ګواښونه همداسې ګواښي ، چې په دې وروستيو کې د اکثريت بريدونو پړه دوى منلې همدارنګه البدر تروريستي ډله،د تحرير ګوند او ترکستان ډله ـ ـ ـ

ــــ که د لنډ مهالې ادارې خبره کيږي کوم تضمين شته ، چې پخوانۍ تجربې تکرار نشي نه به يې نړيوال اونه به يې افغانان مديريت کړاى شي
دا، چې طالبان او امريكايان توافق ته ورسېږي نو په هيواد کې د دايمي سولې او سمون په موخه وړانديزونه دا دي
ـــ د نړيوالو تضميمونو په رڼا کې مخامخ افغاني خبرې
ــــ د دولت له لوري د سولې وړاندي شوي چارچوب د ځينو مواردو پلي کولو ته غاړه ايښودل
ـــ دواړه خواوې د پخپلو دريځونو کې نرمښت د خپلو ګټو پر ځاى د ملي ګټو ته ارزښت ورکول
ـــ طالبان د نظام په امنياتي ،اداري فساد او قضأ او څارنوالي برخو کې اغېزمنه ونډه ورکړل شي

ـــ په تدريج سره د دولت په اساسي جوړښتونو او اساسي قانون کې د ټولنې د بدلونونو سره سم سمونونو ته مخه کول
ـــ د مشترکاتو تعريف ول
ـــ د غالب او مغلوب خبره يوې خواته کول دواړه خواوې دې تعهد وکړي ، چې موږ نه بلکې ملت ګټونکى دى .
ـــ طالبان د په افغانستان كې سياسي ګوند په حيث فعاليت پيل او د ټاکنو له لارې دې قدرت تر لاسه کړي

که افغانان په خپله په هيواد کې د سولې او سمون په موخه سره يو لاس يو موټى نشي او خپلې سياسي ديدګاوې په ملي ګټو ، ملي ارزښتونو ، ملي حاکميت او ارضي تماميت راټولې نکړي او پورته اساسات د خپل ګوند په کوچنى دايره کې ځاى نکړي په ملي مسايلو کې ملي فکر او ليد لورى ونلري د ستونزو حل ناشونى دى
په درناوي