
روهي (جمعه/۷ د سلواغې)، د پاکستان لومړي وزير له خپل ولس غوښتي دي چې په کشمير کې د هندوستان د وروستيو اقداماتو پر ضد دې نن ورځ پراخه لاريونونه وکړي او د کشمير خلکو سره دې خپله خواخوږي څرګنده کړي.
نوموړي تېره ورځ په ټوېټر له خپلو خلکو وغوښتل چې نن يانې د جعمې په ورځ دې له دولسو بجو وروسته پراخه لاريونونه تر سره کړي او نړۍ ته دې خپل غږ وروسوي.
د عمران خان په ټوېټ کې ويل شوي دي چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د ده د سفر پوري دې هر اونۍ ورته لاريونونه وکړي. نيويارک کې د ملګرو ملتونو ناسته راتلونکې مياشت جوړيږي.
د يادونې ده چې نن ورځ په پاکستان کې (د دفاع ورځ) لمانځل کيږي چې د کشمير خلکو سره په کې خواخوږي وښوودل شي او لوړپوړي پوځي چارواکي به د کشمير جګړې اغېزمن شوي ونازوي.