ټاکنې او د امنیت چمتووالی

 
د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره ټاکنیزو کمېسیونونو چمتووالی نیولی او د دې ټاکنو پروړاندې لویه ننګونه امنیت بلل کیږي، ټاکنیزو کمېسیونونه هم په تمه و چې افغان امنیتی او دفاعي ځواکونه د امنیت ډاډ ورکړي چې د څومره مرکزونو امنیت خوندي کیدلی شي.
ټاکنو کمېسیون د ۹.۶ میلیونه رای ورکوونکو لپاره ۷۳۰۰ مرکزونه جوړ کړي چې هر مرکز بیا څو محلونه لري او هر محل کې ۴۰۰ کسان رای کارولی شي.
د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو ارزونو وښودله چې دوه زره مرکزونه له لوړ ګواښ سره مخ دي او ممکن د رای ورکولو په ورځ باندې تړلي پاتې شي، پاتې مرکزونه چې شمېر یې ۵۳۰۰ کیږي، د رای ورکوونکو په مخ به خلاص وي او خلک کولی شي په ډاډه زړه باندې رای وکاروي.
په دې تړاو د پنجشنبې په ورځ امنیتی او دفاعي ارګانونو ټاکنو کمېسیون کې مهم ناسته وکړه چې د کورنیو چارو وزیر سرپرست وزیر مسعود اندرابي، د ملي امنیت د پالیسۍ معین اجمل عابدي او د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا شامل و.
ټاکنیزو کمېسیونونو ته ډاډ دا و چې افغان ځواکونه به د ۵۳۰۰ مرکزونو امنیت خوندي کړي او نورو مرکزونو په تړاو به د رای ورکولو له ورځې دوه ورځې وړاندې عملیات وکړي چې لوړ ګواښ له منځه یوسي.
ځینې سیمې داسې دي، که له اوسه پکې عملیات شوي، ورانکارې ډلې بیا ځای په ځای کیږي او ګواښونه به دوام وکړي، خو افغان ځواکونه به هڅه وکړي چې ترهګر او نوروې ورانکارې ډلې د رای ورکولو له مرکزونو وړاندې وشړي او خلکو ته د رای ورکولو زمینه برابره شي.
ټاکنې چې یوه ملي پروسه ده، سرتاسري والی او شفافیت یې حکومت ته لا ډير مشروعیت ور بخښي او افغان دښمنه هېوادونه او طالبان نه غواړي چې افغانان د سرتاسري او شفافو ټاکنې له لارې ولسمشر وټاکي.
طالبان چې د پاکستان، ایران او روسیې په دستور هڅه کوي د افغانستان حکومت وننګوي، مشکل ورته جوړ کړي، د بیا رغونې او پرمختګ ونیسي، هیڅکله نه غواړي چې افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ارامې ټاکنې وشي او خلک په پراخو رایو خپل زعیم وټاکي.
د افغانستان ۱۸ میلیونه وګړي د ټاکنو په شرایطو برابر ښودل شوي دي، دا شمېره ډیره لوړه ده، خو له بده مرغه جګړې دا ساحه رامحدوده کړې او یواخې اته میلیونه کسان کولی شي چې ټاکنو کې ګډون وکړي او نور د ولسواکۍ او مشارکت له دې لوی اصل بې برخې دي.
یواخې پنجشېر، کابل او بامیان ولایتونه دي چې هیڅ مرکز به پکې نه وي تړلی، نورو ۳۱ ولایتونو کې ځینو کې ډیر مرکزونه او ځینو کې لږ مرکزونه تړلي وي.
هلمند، غزنی، ارزګان، زابل، بدخشان، سرپل، فراه، فاریاب او لوګر هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیات د رای ورکولو مرکزونه به پکې تړلي وي، دا هغه ولایتونه دي چې طالبان پکې زیات فعالیت لري،خو افغان ځواکونه پلان لري چې د رای ورکولو د مرکزونو د پوښښ ساحه پراخه کړي.

ReplyReply allForward