
روهي( پنځه نۍ/۷ د سلواغې )، د سرچینې په وینا ، د کراچۍ بوټ بیسن سیمې ته نږدې د بختاور پارک کې د دریو کسانو مړي موندل شوي چې د مالوماتو لپاره جناح روغتون ته وړل شوي دي.
پولیس چارواکي وايي چې په بوټ بیسن کې په پارک کې موندل شوي ۳ تنو څخه دوه یې پیژندل شوي دي.
پولیس وايي په مړو کې عامر، افضل او علي حسن شامل دي. عامر، افضل د مردان د زرین آباد اوسیدونکی دي ، پداسې حال کې چې علي حسن د فیصل آباد د امین سیمې اوسیدونکی و.
دوی وویل چې دغه سړي په پارک کې ویده وو ، داسې بریښي چې په سر باندې د ډبرو یا اوسپنې توکو برید شوی دی.
دوی وايي دغه درې تنه په بیلابیلو سیمو پورې اړه لري، پولیس چارواکي وايي د مرګ د لامل د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوي دي.