
روهي( پنځه نۍ/۷ د وږي )، د ګجرات ایالت چارواکو په وینا ، "په ګجرات کې ټول بندرګاوو ته وروسته له هغې خبرداری ورکړل شوی چې" پاکستاني کومانډو په کج سیمه کې د سمندر له لارې هندي خاورې ته ننوځي ، ترڅو په ګجرات کې فرقه یي ګډوډي یا ترهګریز برید رامینځته کړي.
د هندي رسنیو له قوله دا مالومات د ساحل ساتونکو څخه ترلاسه شوي چې د پاکستان لخوا روزل شوي کمانډو د هرمي نال کریک سیمې له لارې د کچې خلیج ته ننوتلي او ګمان کیږي چې دوی د اوبو لاندې بریدونو ته روزل شوي دي."
"د همدې لپاره دوي ته لارښوونه شوې چې په ګجرات ایالت کې د امنیت ترټولو جدي اقدامات ترسره او د هر ډول ناخوالې مخنیوي لپاره لازم ګامونه اوچت کړي. مشوره ورکړل شوې چې په مونډرا پورټ کې ټولې کښتۍ باید خورا جدي تدابیر ونیسي او پوره له غور څخه کار واخلي.
د کشمير په اړه د حکومت د پرېکړو په اړه د هند او پاکستان تر منځ د تاوتريخواليوروسته دا راغلی دی .
د دوشنبې په ورځ ، د هندوستان هېواد بحري ځواکونو مشر اډمیرل کرمبیر سینګ د استخباراتي راپورونو له قوله ویلي و چې د پاکستان میشته ترهګره ډله جیش محمد د اوبو لاندې بریدونو لپاره روزل کیږي. "موږ استخبارات ترلاسه کړل چې د جیش محمد د اوبو لاندې څانګې د بریدونو لپاره روزل کیږي. موږ دا څارو او تاسو ته ډاډ درکوو چې موږ د داسې ټولو پلانونو شنډولو ته بشپړ چمتووالی لرو.