
د ځوانانو نړيواله ورځ د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې لخوا د کندز ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس عبدالغفار محمدي، د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيس فدا محمد ارزښت، د ولايت مقام وياند عصمت الله مرادي، د کندز ولايت د ظرفيت لوړونې آمر عبدالبصير وهاج، د ياد ولايت د ځوانانو آمر، د پوهنتون استادانو، فرهنګيانو او د لسهاوو کندزي ځونانو په ګډون د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په مرکزي دفتر کې ولمانځل شوه.
د پردېس ټولنې د دې اونۍ اونيزه غونډه چې د ځوانانو نړيوالې ورځې ته ځانګړې شوې وه، غونډه د قرانکريم د څو سپېڅلو آيتونو په تلاوت او د هېواد ملي سرود په غږولو پيل شوه، ورپسې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې رئيس محمد اسلم رشيدي مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په ټولنه کې د ځوانانو پر رول او اغېز خبرې وکړې او ويې ويل: ځوانان د ټولنې د اغېزلرونکې قشر په صفت د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري او کولی شي، چې په خپلو فکري او جسمي قوت سره د سترو بدلونونو سبب شي.
د کندز ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس عبدالغفار محمدي،د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فدا محمد ارزښت، د ولايت مقام وياند عصمت الله مرادي او د ځوانانو آمر خدابخش مرادي د مبارکۍ وړاندې کولو ترڅنګ هر يو په خپل وار سره ځوانانو ته د فرصتونو په رامنځ ته کولو خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې دولت له ځوانانو څخه د ملاتړ په برخه کې ژمن دی او هڅه کوي چې ترڅو ځوانانو ته تحصيلي او کاري فرصتونه رامنځ ته کړي او ځوانان هم بايد له دې رامنځ ته شويو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د کندز ولايت د ظرفيت لوړونې آمر عبدالبصير وهاج د خپلو خبرو په ترڅ کې ځوانان د علم او پوهې زده کړې ته راوبلل او له ټولو ځوانانو څخه يې وغوښتل، ترڅو د روانو ناخوالو د پای ته رسېدو او د ټاکل شويو موخو د ترلاسه کولو لپاره علم او زده کړه د خپل ژوندانه سرمشق وګرځوي.
ليکوال او استاد سيدالرحمن سالار په مختلفو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي غونډو کې د ځوانانو ګډون يې مهم وباله او ويې ويل: همدا ځوانانو وه چې د تاريخ په اوږدو کې يې د هېواد له ملي نواميسو او ارزښتونو څخه د خپلو ځانونو په قيمت ساتنه وکړه او د ځوانانو له ګډون او مشارکت څخه پرته نشو کولی چې د هېواد لويو ملي ارمانونو ته ورسېږو.
غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې د رامنځ ته کېدو په دعايي سره پای ته ورسېده.