
روهي (پنځه نۍ/۶ وږي)، د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور وايي چې سبا ورځ به په پوځي مراسمو سره د کشمير له خلکو سره خپل يووالی او همدردي وړاندې کړي. غفور تېره ورځ يو خبري ناستې ته ويلي دي چې ياد مراسم (د دفاع ورځ) په پار نېول کيږي.
د پوځ وياند وايي چې د پاکستان د دفاع ورځې په مراسمو کې به (کشمير به د هندوستان برخه جوړ شي) شعارونه هم شتون ولري. ياد مراسم سبا جمعه د اګست مياشتې په ۳۰مه نېټه نېول کيږي.
ټاکل شوې ده چې په يادو مراسمو کې به د پوځ د مشر جنرال باجوه په کشمير کې د وژل شوي کورنيو له غړو او د کشمير له جګړې ژوندي راوتلو (غازيانو) سره وګوري.
جنرال غفور ويلي چې د نورو کالونو په پرتله به سږ کال د پاکستان د دفاع ورځې لمانځنه په توپير سره ترسره شي او تر ډېره به د کشمير له خوا سره د پاکستانيانو د يووالي او ورڅخه د دفاع پيغام ولري.